سوداگري
په افغانستان کې له ۲۶۰۰ ډېر د کبانو فارمونه جوړ شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څرګنده کړې؛ په ټول هېواد کې د کبانو دوه زره شپږ سوه شپږ دېرش فارمونه جوړ شوي، چې په کال کې له ۱۰۰۰۰ مټریک ټن ډېره غوښه لیدوي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ هلمند، کندهار، ننګرهار، کندوز، روزګان، کونړ او هرات هغه ولایتونه دي، په هېواد کې د کب غوښې تولیدوونکي ګڼل کیږي.
شیرماهي، لقه ماهي، خال ماهي، طیاره ماهي، موري ماهي، قنات ماهي او مارماهي د افغانستان نوموتي کبان دي.
د کابل او نورو ولایتونو په بازارونو کې د تازه کبانو یوکیلو غوښه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو خرڅېږي.
د کرنې وزارت هر کال له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې د کب روزنې مرکزونه جوړوي.
د یادونې ده، چې یاد وزارت په دې وروستیو کې کب روزنې ته پام رااړولی او د پراختیا هڅې یې ترسره کوي.
سوداگري
د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي
افغانستان بانک د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا بانک پر شرايطو له برابرو ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غواړي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

د افغانستان بانک ويلي؛ د افغانيو د ارزښت لوړولو لپاره سبا (سېشنبه) د وري پېنځمه ۱۵ميليون ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
افغانستان بانک د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا بانک پر شرايطو له برابرو ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غواړي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې، چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز ندي او د داوطلبۍ ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى، نغدې او يا هم پر حوالــه پخپل ټاکلي وخت بانک ته تحويلې کړي.
تازه خبرونه
د کابل ولایت ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل د جوړولو پرانیسته وشوه
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ټرانسپورټي بنسټونو د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او په دې اړه څرګندوي: د ټرانسپورټي بېخبناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمهییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د وري درېیمه) د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ټرانسپورټي بنسټونو د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او په دې اړه څرګندوي: د ټرانسپورټي بېخبناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمهییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له بده مرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له کبله دې مهمې برخې ته پام ندی شوی؛ بلکې په دې برخه کې شته بنسټونه د ټیټ کیفیت له کبله تخریب شوي، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.
ملا برادر آخوند د معیاري ټرانسپورټي بېخبنا ارزښت ته په نغوته کې ویلي؛ پر ټرانسپورټي او مواصلاتي بنسټونو پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي: د ارغندې ټرانسپورټي ترمینل لپاره ۴۲ مهم تاسیسات جوړېږي.
د یادونې ده، چې د کابل ولایت د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارډ او ۲۸۵ میلیون افغانیو پر لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په دوه کلونو کې بشپړې شي.
سوداگري
پاکستان په افغانستان کې د سرحدي کړکېچ د خبرو اترو لپاره د جرګې ۲۶ نوي غړي وټاکل
د تورخم لار ۲۵ ورځې مخکې هغه وخت وتړل شوه، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د افغانستان په لوري کې د امنیتي پوستې د بیارغونې مخالفت وکړ.

د پاکستان چارواکو د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په اړه له هغې وروسته، چې تېره اونۍ د خبرو اترو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېد؛ له افغانستان سره د نورو خبرو اترو لپاره یوه نوې ۲۶ کسیزه جرګه ټاکلې ده.
د تورخم لار ۲۵ ورځې مخکې هغه وخت وتړل شوه، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د افغانستان په لوري کې د امنیتي پوستې د بیارغونې مخالفت وکړ.
سرچینو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي؛ نوې جرګه به له ۲۶ غړو څخه جوړه وي، چې په کې تجربه لرونکي او با نفوذه قومي مشران او سیمهییز سوداګر برخه ولري، چې ډېری یې د خیبر سوداګرۍ او صنایعو خونې غړي دي.
سرچینې د ډان ورځپاڼې ته دا هم ویلي، چې خبرې اترې نن دوشنبه د کب اووهلسمه بیا پیل کیږي.
تورخم، چې د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوه مهمه سرحدي لار ده؛ د دوشنبې پر ورځ د څلیریشتمې ورځې لپاره د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خلکو پر مخ تړلې ده، چې د تړل کیدو له کبله یې ستر زیانونه اوښتي دي.
دا لار د فبروري پر یوویشتمه د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته پاکستان وتړله. د ډزو په وروستیو تبادلو کې؛ درې افغان سرتېري ووژل شول او اته پاکستاني نیمه پوځي سرتېري هم ټپیان شول.
د ګمرک سرچینو ویلي، چې د سوداګرۍ ځنډول په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د اټکل له مخې هره ورځ د ۳ میلیون ډالرو زیان اړولی او په لومړیو ۲۰ ورځو کې نږدې ۶۰ میلیون ډالر سوداګري له لاسه تلې ده.
د تورخم دروازه افغانستان ته د شاوخوا ۱۰ زره خلکو ورځني تګ راتګ اسانه کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لار هم ده. له ۵ زره څخه ډېرې لارۍ، چې خرابېدونکي توکي لېږدوي؛ اوس مهال ولاړې دي او سوداګرو ته یې درانده مالي زیانونه اړولي دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن
-
International Sports2 days ago
آر سي بي د ۲۰۲۵ آی پي ایل سیالیو د پرانیستې لپاره اورلوبه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې لسګونو اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مناسبتې مرستې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه5 days ago
په ایران کې پر بند د محکوم شویو افغان بندیانو د لېږد بهیر پیل شو
-
International Sports23 hours ago
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
امیر خان متقي د امریکا له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
بیات بنیاد په بلخ کې لسګونو اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل
-
سوداگري20 hours ago
د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي