Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې له  ۲۳ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري – یونیسف

راپور زیاتوي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یونیسف د رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونو په برخه کې د ۲۶ سلنه ښځو په ګډون د ۲ اعشاریه ۸ میلیون ماشومانو او د هغوی د سرپرستانو درملنه کړې ده.

خپور شوی

د

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په خپل نوي راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۴ ز. کال  کې د افغانستان د ۱۲ اعشاریه ۳ میلیون ماشومانو په ګډون  ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسانو د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

راپور زیاتوي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یونیسف د رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونو په برخه کې د ۲۶ سلنه ښځو په ګډون د ۲ اعشاریه ۸ میلیون ماشومانو او د هغوی د سرپرستانو درملنه کړې ده.

راپور ښیي، چې د می په میاشت کې سختو بارانونو او سیلابونو د بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو ۲۱ ولسوالۍ اغېزمنې کړي او د سږ کال تر ټولو لویو سیلابونه په افغانستان کې ۱۸۰ کسان مړه او ۲۸۰ نور ټپیان کي دي.

ویل کیږي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې ۴۴۲ زره کسانو ته د څښاک د پاکو اوبو، ۲۶۹ کسانو ته د روغتیا ساتنې او ۵۲۸ زره کسانو ته د روغتیا ساتنې پیغامونه وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

سږکال په کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي کېنول شول – کابل ښاروالۍ

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن (پنجشنبه د وږي دوه‌ویشتمه) د یوکلنو لاسته راوړنو د بیانولو په مراسمو کې ویلي: کابل ښاروالۍ دوه کاله مخکې ۲۰۰ زره نیالګي کېنول، تېر کال ۶۰۰ زره نیالګي او سږ کال یې په ټول کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي او زینتي ګلان کېنولي دي.

Published

on

د کابل ښاروالۍ وياند ويلي، چې د دې ادارې لخوا سږکال په ټول کابل ښار کې دوه ميليون نيالګي او زينتي ګلونه کېنول شوي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن (پنجشنبه د وږي دوه‌ویشتمه) د یوکلنو لاسته راوړنو د بیانولو په مراسمو کې ویلي: کابل ښاروالۍ دوه کاله مخکې ۲۰۰ زره نیالګي کېنول، تېر کال ۶۰۰ زره نیالګي او سږ کال یې په ټول کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي او زینتي ګلان کېنولي دي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتړو او چاپېریال ساتنې رییس محمد خالد سجستاني هم ویلي، چې د کابل ښار څه باندې ۱۲۵ کیلومټره عامه او منځني سړکونه پاخه، پراخه او تیږي لګول شوي دي.

محمد خالد سجستاني زیاته کړې، د ښار د ښکلا لپاره د سړکونو په اوږدو کې پېنځه زره نوي څراغونه لګول شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۹۷۰۰ نور څراغونه رغول شوي دي.

سجستاني څرګنده کړې: په کابل ښار کې نوي سرکونه جوړ شوي او خلک ترې ګټه پورته کوي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، دغه راز له کابل ښار څخه څه باندې یو نیم میلیون ټنه کثافات پاک او ځانګړیو ځایونو ته لېږدول شوي دي.

دې ادارې تر اوسه د هوا فلټرونو د نشتوالي له کبله ۶۲۵ لوړې ماڼۍ تړلي او په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ عواید ۶ میلیارډ افغانۍ وې.

کابل ښاروال همدا راز زیاته کړې، د سوداګریزو او استوګنې ساحو لپاره تفصیلي پلانونه، وړاندیز شوي پلانونه، د ۲۴۸ ودانیو د جوازونو صادرول او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۰۹۵ ودانیو د سرغړونو مخنیوی د دې ادارې مهمې لاسته راوړنې دي.

له بلې خوا دغه رياست ویلي، چې د نورو موسسو په همکارۍ پر ٢٠٠ پروژو کار کوي، چې د ١٩٠ پروژې کارونه بشپړې شوي دي.

د کابل ښاروالۍ چارواکو د ښاري نظم د رامنځته کولو او د ټرافیکو د بهیر د عادي کولو لپاره د ښار له بېلابېلو برخو څخه ۲۶۰۰ خنډونه راټول کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې د ډاډ وړ دي

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې جیل مشاو د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو له خوندي امنيت له کبله د مننې تر څنګ ويلي: د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي.

Published

on

 د کورنيو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستيال جيل مشاو او په کابل کې د دغه سازمان د امنيت مسووول انډريکا راټواټ سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې جیل مشاو د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو له خوندي امنيت له کبله د مننې تر څنګ ويلي: د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي.

هغه له افغانستان سره د مرستو پر دوام هم خبرې کړې دي. ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د ښه راغلاست تر څنګ دغو استازیو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي دی؛ د ملګرو ملتونو غړي او مرستندویان کولی شي ډاډمنې هڅې ترسره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر توشیح شويو تقنيني اسنادو نیوکه کوونکی له شرعي چلند سره مخ ‌کېږي

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات  اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.

Published

on

د اسلامي امارت د رهبر هبة‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې د اسلامي امارت اړوند هره اداره اړه ده، چې د شريعت له اصولو سره سم خپل تقنيني اسناد تسويد کړي؛ ځکه، چې نیوکه کوونکي به پرې له شرعي چلند سره مخ شي.

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات  اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.

 د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دا حکم په  ټولو اداراتو کې تعميل شوی دی او د تقنیني سند ابتدایي مسوده له پورتنيو اجراآتو څخه وروسته د شرعي څېړنې، تدقيق او کره کتنې لپاره عدليې وزارت ته لېږل کېږي.  

د عدليې وزارت مکلفيت لري، چې د اړوندې ادارې لخوا د تقنيني سند ابتدایي مسوده د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج کړي او په اړه یې بشپړه څېړنه او تدقيق ترسره کړي.

د عدلیې وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د دې کار لپاره په دې وزارت کې د علماء کرامو، مفتيانو او شيوخو کمېټې جوړې او په دې برخه کې کار او څېړنې کوي او هر تقنيني سند لپاره  د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج شوی او هرې مادې لپاره په پایڅوړ کې د حوالې ذکر شوی دی.

عدلیې وزارت ټیګار کړی، چې قوانين او نور تقنيني اسناد سل سلنه شرعي دي.

که څوک وروسته له دې په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې د اسلامي امارت د تقنیني سندونو مخالفت کوي او پر هغو باندې د تخریب په موخه او یا هم د عناد په اساس نیوکه کوي؛ نو له شرعي چلند سره مخ‌کېږي او محکمو ته به وروپېژندل شي.

ویل کیږي که د قوانينو پر کومه ماده په سمه توګه د چا پوهه حاصله شوې نه‌وي او وضاحت غواړي یا د اصلاح لپاره کوم ملاحظات ولري؛ د عدليې وزارت دروازې د هغوی پر مخ خلاصې دي او کولی شي، چې عدليې وزارت ته مراجعه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!