تازه خبرونه

په افغانستان کې له تېرو ۳ ورځو راپدیخوا ۲۷ ماشومان وژل شوي – م.م

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ويلي، چې یوازې له تېرو ۷۲ ګړیو راپدیخوا د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ له تاوتریخوالي ۲۷ ماشومان وژل شوي دي.

یونیسف خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې پراخیږي.

د یونیسف د راپور له مخې؛ نه یوازې د جګړې پرمهال ۲۷ ماشومان وژل شوي، بلکې په خوست، کندهار او پکتیا کې ۱۳۶ ماشومان هم ټپیان شوي دي.

یونیسف په ډاګه کړې، چې پر ماین چاودنو سربېره د ښکېلو ډلو ترمنځ په نښتو کې هم ماشومان له مرګ و ژوبلې سره مخ شوي دي.

یونیسف د روانې جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د جګړې پر مهال  د ماشومانو خوندیتوب ته پام راواړوي.

د یادونې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې زور اخیستی؛  په سلګونه ملکي وګړي وژل شوي، ټپیان دي او په زرګونه کورنیو خپل کورونه پریښي او د هېواد نورو ولایتونو ته بې ځایه شوي او تر شنه آسمان لاندې د ژوندانه ترخې شپې او ورځې تېروي.

Trending

Exit mobile version