تازه خبرونه
په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده – عارف علوي

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله نن (چهارشنبه د تلې ۹) د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره په دوحه کې د روانو خپلمنځي خبرو اترو په اړه ولیدل.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دې لیدنه کې ویلي؛ د پاکستان حکومت او مشرتابه په افغانستان کې د سولې له هڅو بشپړ ملاتړ کوي. مونږ په افغانستان کې جګړې پای او له سولې او ثبات ته ملاتړ کوو.
هغه ویلي: پاکستان د افغانستان په جګړه کې ځپل کیږي؛ خو له سولې ګټه پورته کوي.
ښاغلي علوي زیاته کړې، چې پاکستان غواړي له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو، معلوماتي تکنالوژۍ او عامې روغتیا په برخو کې همکاري زیاته کړي.
دغه راز هغه د دواړو لوریو تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی او وایي، چې د سولې له راتګ سره مونږ غواړو سویلي آسیا له مرکزي آسیا سره ونشلوو.
هغه دا هم ویلي، چې د سولې راتګ به د درنو مهاجرو ستنېدو ته هم زمینه برابره کړي.
د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله ویلي؛ په دې پړاو کې د سولې لاسته راوړنه د افغانستان د خلکو او حکومت یو له لومړیتوبونو څخه ده او د دې بهیر په بریا کې د پاکستان او نورو هیوادونو همکاریو اړتیا ده.
عبدالله عبدالله زیاته کړې؛ افغانستان له خپلو ټولو ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او په افغانستان کې سوله او ثبات به د دواړو هېوادونو او سیمې تر منځ د همکارۍ، سوداګریزې ودې او پرمختګ لپاره لار اواره کړي.
عبدالله دغه راز ټینګار کړی، چې مونږ له ستونزو څخه لرې او د جګړې پای ته رسولو لپاره یو استثنایي او رښتینی فرصت لرو او هیله لرو، چې دا ځل به له کورني، سیمه ییز او نړیوال ملاتړ سره د تلپاتې سولې او ثبات لرونکي شو.