تازه خبرونه
په افغانستان کې سوله او ثبات یوه اړتیا ده – اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې پر ورځ په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت رڼا واچوله او ویې ویل، چې د ګواښونو او خطرونو مخنیوی د سیمې لپاره یوه اړتیا ده.
دغه راز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ګډو ګواښونو او خطرونو په پام کې نیولو سره یوه اړتیا ده.
هغه همدا راز ویلي، چې ترکیه به په افغانستان کې خلکو ته د بشري ناورین د اغېزو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
نوموړي څرګنده کړې: په افغانستان کې سوله او ثبات د افغانانو وروڼو پر وړاندې زموږ د بشري دندې یوه برخه ده او له ګډو ګواښونو او خطرونو سره د مقابلې په برخه کې حیاتي اهمیت لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او پاکستان ته د افغانانو د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره با ثباته افغانستان ته اړتیا لرو او باید په ګډه کار سره وکړو.
له بلې خوا اردوغان په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې بشري مرستو ته دوام ورکوي او تر اوسه پورې د خوراکي او لومړنیو مرستو څو جوپې افغانستان ته استول شوي دي.
هغه وایي: بله موضوع په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو ده. مونږ دغه هېواد ته د خوراکي او لومړنيو مرستو څو ټولګې، چې خوراکي او لومړني توکي په کې ول؛ لېږلي دي. له دغه هېواد سره به زموږ مرستې روانې وي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترکیې ته په سفر کې له انقرې وغوښتل، چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) له څو میلیارد ډالري پروژې سره يو ځای شي.
نوموړي ګډې خبري ناستې ته ویلي؛ سیمه به د درې واړو هېوادونو د همکاریو له برکته له پرمختګ او سوکالۍ برخمنه شي.
شهباز شریف ویلي: دا کار به د بېوزلۍ او بېکارۍ له منځه وړلو کې مرسته وکړي. دا به د ښوونې او روزنې د پرمختګ لامل شي او دا هغه لار ده، چې مونږ کولی شو د نن ورځې ننګونې پرې حل کړو.
کارپوهان په دې باور دي، که د افغانستان په اړه د پاکستان او ترکیې ترمنځ همکاري رښتیني وي، نو اغېزمنه تمامېدای شي؛ ځکه، چې دا دواړه هېوادونه له واکمنو چارواکو سره نږدې اړیکې لري.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي، چې له افغانستان سره د اړیکو د ټینګولو لپاره له ازبکستاني او تاجکستاني چارواکو سره د دغه سازمان د مرستیال خبرې پای ته رسېدلي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له مارکس پوتزل سره یې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د یوې نړیوالې ډلې د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.