تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا له ۸۵ نویو پېښو سره ټول شمېر ۳۴۴۵۱ ته ورسید
په افغانستان کې د تېرو دوه میاشتو له څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس له ټولو ورځنیو تازه مثبتو پېښو څخه ټیټ شمېر، چې ۸۵ دی؛ ثبت شوی، چې ورسره د دې ناروغۍ ټول شمېر ۲۴۴۵۱ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې په کابل کې د ۱۴، په هرات کې د ۱۸، په کندهار کې د ۵، په بامیان کې د ۲۰، په ننګرهار کې د ۴، په تخار کې د۱۰، په کندوز کې د ۳، په بدخشان کې د ۸، په میدان وردګ، لغمان او کونړ ولایتونو کې د یو – یو ناروغانو د کتنو پایلې مثبتې ثبت شوي، چې ورسره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴۴۵۱ ته رسیدلی دی.
دغه راز په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۶ کرونایي ناروغان مړه شوي، چې ۱۲ یې په کابل، ۲ په هرات او ۲ نور په کندهار ولایتونو کې دي.
تر دې دمه ۱۰۱۰ کرونایي ناروغان په ټول هېواد کې له خواږه ژوندانه بې برخې شوی دي.
دغه راز په همدومره وخت کې ۸۱ ناروغان له روغتونونو کورونو ته رخصت شوي، ورسره د رغیدلیو کسانو شمېر ته ۲۱۲۱۶ ورسیده.
د یادونې ده، چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۲۶۸۴۴۰۹، مړینه ۵۶۴۵۰۶ او رغیدلي ۶۹۸۱۱۷۰ دي.