Connect with us

سوداگري

په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار وځنډول شوـ راپور

خپور شوی

د

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۰)

د روسیې ټاس خبري سرچینې د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ترکمنستان لخوا افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو ټاپي پروژې کار ځنډول شوی دی.

د پاکستان د اقتصادي چارو فډرالي وزیر عمر ایوب خان ويلي، د ټاپي پروژې عملي کار د افغانستان د وضعیت له کبله ځنډول شوی دی.

ايوب خان ټاس خبري آژانس ته ويلي، چې په افغانستان کې د وضعيت له ښه کېدو وروسته به پر دې پروژې کار بيا پيل شي.

هغه ويلي: د هغو معلوماتو پر بنسټ، چې مونږ لرو؛ په افغانستان کې هیڅوک پر پروژو او کار نکوي؛ خلک ایستل شوي او د نړیوال بانک استازي هم په افغانستان کې نشته.

ایوب خان زیاته کړې، چې د برېښنا د لېږد پروژې (کاسا ۱۰۰۰) چارې هم د افغانستان د وضعیت له کبله ځنډول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکمنستان یو پلاوی هم څه وخت مخکې پدې اړه کابل ته راغلی و او د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره یې د ټاپي پروژې او نورو اړوند مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

سوداگري

د هېواد یو اهل هنود پانګوال په کانونو کې پانګونې ته لیواله شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور له یوه اهل هنود پانګوال سره، چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې وزارت په خبرپاڼه راغلي؛ یاد پانګوال پرون ( د کب اووه‌ویشتمه ) له شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه، چې د اهل هنود غصب شوي ملکیتونه راګرځوي خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د سرب، جست، مرمر، ډبرو‌سکرو کانونو په برخه کې یې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د هېواد دکاني زیرمو په برخه د پانګونې په اړه د هغه له لیوالتیا هر کلی وکړ او څرګندوي: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول اهل هنود د نورو وګړو په څېر د هېواد په کاني زیرمو او نورو ټولو برخو کې شریک دي او اهل هنود پانګوال د نورو پانګوالو په څېر کولی شي د اصولو او مقرراتو مطابق د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې دواړو لورو پر ملي یووالي د ټینګار ډاډ څرګند کړ او هېواد ته یې د ټولو افغان پانګوالو راستنېدا اړینه یاده کړه.

Continue Reading

سوداگري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼ‌خونو ته ځمکه ځانګړې کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۲)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د نفتو د چان‌خونو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي؛ که د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولین پانګونې ته چمتو شي، نو د تېلو او ګازو د صنعتي پارک د رامنځته کېدا لپاره به ورته ځمکه ورکړ شي.

په دې کتنه کې د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولینو د تېلو د چاڼ لپاره د ځمکې او له قشقري څخه د تېلو د استخراج په اړه خپلې ستونزې وړاندې کړې او وړاندیز یې وکړ؛ هغه ځمکې، چې په کې پانګونه شوې دوی ته په واک کې ورکړ شي او د قشقري له حوزې څخه دې استخراج شوي تېل له اوبو، سلفر او مالګې پاک شي.

نورالدین عزیزي د هېواد له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ او ملاتړ د اعلانولو پرمهال وویل: د چاڼ‌خونو د ځمکې لپاره باید ګډه طرحه جوړه او دغه وزارت ته وسپارل شي او همدارنګه که د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولان د حیراتان په دوه لاري کې پانګونې ته چمتو شي؛ د تېلو او ګازو یو صنعتي پارک به جوړ او ځمکه به یې تر واک لاندې راولي.

همدارنګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د شته چاڼ‌خونو د وړتیاوو پر لوړولو او د تېلو د کیفیت لوړولو تر څنګ د لویې چاڼ‌خونې د جوړولو پر اړه د اقتصادي عالي کمیسیون پرېکړه ورسره شریکه کړه او څرګندوي، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور د زیانمېدو غوښتونکی ندی او دا د ملت او دولت پر زیان بولي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل ته راوبلل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۲)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د پاکستان سوداګرۍ له مرستیال وزیر محمد خرم سره په انلاین خبرو کې هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن (دوشنبه د کب یو‌ویشتمه) خپره شوې؛ راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په تېرو دوه نیمو کلونو کې پر شویو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالي، د سوداګریزو ستونزو حل، د ټرانزیټي خنډونو لرې کولو، د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو، د اړیکو پر رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو او د سیمه ییزو همکاریو زیاتوالي خبرې وکړې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!