تازه خبرونه

په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفانو بریدونه کم شوي – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په دې هېواد کې د وسله‌والو مخالفانو بریدونه کم شوي دي.

یوناما د جمعې د ورځې په خپور شوي راپور کې لیکلي؛ داعش د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر اوومې پورې د افغانستان په درې ولایتونو کې اته بریدونه کړي. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۲ کال په همدومره وخت کې دې ډلې په شپږ ولایتونو کې ۲۷ بریدونه کړي وه.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۲۲ نېټې پورې په افغانستان کې امنیتي پېښې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله دوه سلنه ډېرې شوې دي؛ خو وسله‌والې نښتې ۴۱ سلنه او چاودنې ۷۲ سلنه کمې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم نغوته ( اشاره) کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت نازک دی او د وارداتو د زیاتوالي له کبله د سوداګرۍ کسر لوړ شوی دی.

د راپور له مخې؛ ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر تر ۱۵ نېټې افغانستان ته شاوخوا ۳ اعشاریه ۲ میلیارد ډالر نغدې پیسې رالېږلي دي، چې یو اعشاریه څلور میلیارد ډالر یې د روان کال له پیله انتقال کړي دي. دې پیسو د افغانیو په ثبات کې مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو دا خبرداری هم ورکړی، چې په ډېر لږ وخت کې له پاکستان څخه د زیاتو کډوالو راستنېدا به د افغانستان پر اقتصاد سخت فشار راوړي.

د دغه بنسټ د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ښځې او نجونې کولی شي مدرسو ته ولاړې شي؛ خو څرګنده نه‌ده، چې په دې مدرسو کې څومره زده‌کوونکي دي او ایا په دغو بنسټونو کې د معاصرو علومو موضوعات تدریسېږي او که نه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، په پام کې ده، چې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو راتلونکې غونډه په مناسب وخت کې جوړه شي او بیا د راتلونکې په اړه ورته د نړیوالې اجماع د ټینګښت زمینه رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version