تازه خبرونه

په افغانستان کې د نړیوال بانک نیمګړې پروژې مخ پر ویجاړېدو دي

د کلیو پراختیا وزارت ویاند عبدالهادي عادل له نړیوال بانک څخه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې نیمه پای ته رسېدلې پروژې بیا پیل کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د کلیو پراختیا وزارت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې د نړیوال بانک نیمګړې پروژې د ویجاړېدو په درشل کې دي.

د کلیو پراختیا وزارت ویاند عبدالهادي عادل له نړیوال بانک څخه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې نیمه پای ته رسېدلې پروژې بیا پیل کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو هم د دغو پروژو بشپړېدا او بیا پیلېدا اړینې ګڼي.

د کلیو پراختیا وزارت ویاند زیاته کړې، چې دوی سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼشمېر پروژې پلي کوي.

د تېر جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته نه یوازې د ولسي تړون پروګرام پروژې نیمګړې پاتې شوې، بلکې د نړیوال بانک، آسیایي پراختیایي بانک او نورو لویو مالي ادارو لخوا تمویل شوې لویې سیمه‌ییزې پروژې ودرول شوې او ځینې پروژې په دې وروستیو کې بیا پیل شوې دي.

Trending

Exit mobile version