Connect with us

سوداگري

په افغانستان کې د غالیو صنعت له ننګونو سره مخ دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۴, ۱۴۰۰)

د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خو نې او د خصوصي سکتور غړیو ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نه پاملرنې  له کبله د غالیو سکتور د له منځه تلو له ستونزو سره مخ دی.

د خصوصي سکتور غړيو ويلي؛ په هېواد کې د غاليو تولیدوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې یو زیات شمېر يې د ستونزو د زیاتوالي له کبله په ګاونډ هېوادونو کې کار کوي.

دوۍ  زیاتوي،  چې  په  تېرو دوه لسیزو کې د غالیو سکتور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاملرنه نده کړي. اوس هم دا سکتور صنعتي پارکونه نلري، د پروسس لپاره مناسب ځایونه نشته، د او مه توکو د ترلاسه کولو ستونزې لري او تر څنګ یې د صادراتو بهیر هم صفر ته رسیدلی دی.

دوی زیاته کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له غالیو تولیدوونکیو سره همکاري نده کړې.

د صنعت کارانو د ټولنې مشر عبد الجبار ساپی وایي: مونږ په ځلونو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته تللي یو؛ ورته مو ویلي، چې د غالیو سکتور ته پاملر نه کولی شي د غالیو سکتور نور هم پراخ کړي. د بې روېې او بې کیفیته وارداتو باید مخنیوي وشي. په دا لس کلونو کې دا سکتور یو صنعتي پارک نلري.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ويلي،  چې دوی به دغالیو صنعت په سنتي  توګه و ساتي. که دا سکتور صنعتي نشي؛ ښايي خپل کیفیت له لاسه ورکړي.

دوی زیاته کړې؛ دغالیو تولیدوونکیو سره يي د ځینو وسایلو مرسته کړې او د هېواد په شمال کې نږدې  سل زره هېوادوال کار کوي،  چې ډېري کارکوونکي یې میرمنې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي: دغالیو ښکلا په لاس جوړوونکو کې ده او د هېواد غالۍ زیاتره برخه صنعتي شوې او صنعت او سوداګرۍ وزارت هم  ځینې تولیدې توکي او وسایل میرمنو ته ورکړي.

اقتصادپوهانو ويلي؛ که د افغان حکومت  لخوا  د غالیو روانو ستونزو ته د حل لار پیدا نشي، ښايي د دې سکتور د له منځه وړلو هڅې پراخه شي او د دې ستر کار پنځو ونکی سکتور فعالیتونه به په هېواد کې بند شي.

 

۲

سوداگري

د هېواد یو اهل هنود پانګوال په کانونو کې پانګونې ته لیواله شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور له یوه اهل هنود پانګوال سره، چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې وزارت په خبرپاڼه راغلي؛ یاد پانګوال پرون ( د کب اووه‌ویشتمه ) له شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه، چې د اهل هنود غصب شوي ملکیتونه راګرځوي خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د سرب، جست، مرمر، ډبرو‌سکرو کانونو په برخه کې یې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د هېواد دکاني زیرمو په برخه د پانګونې په اړه د هغه له لیوالتیا هر کلی وکړ او څرګندوي: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول اهل هنود د نورو وګړو په څېر د هېواد په کاني زیرمو او نورو ټولو برخو کې شریک دي او اهل هنود پانګوال د نورو پانګوالو په څېر کولی شي د اصولو او مقرراتو مطابق د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې دواړو لورو پر ملي یووالي د ټینګار ډاډ څرګند کړ او هېواد ته یې د ټولو افغان پانګوالو راستنېدا اړینه یاده کړه.

Continue Reading

سوداگري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼ‌خونو ته ځمکه ځانګړې کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۲)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د نفتو د چان‌خونو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي؛ که د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولین پانګونې ته چمتو شي، نو د تېلو او ګازو د صنعتي پارک د رامنځته کېدا لپاره به ورته ځمکه ورکړ شي.

په دې کتنه کې د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولینو د تېلو د چاڼ لپاره د ځمکې او له قشقري څخه د تېلو د استخراج په اړه خپلې ستونزې وړاندې کړې او وړاندیز یې وکړ؛ هغه ځمکې، چې په کې پانګونه شوې دوی ته په واک کې ورکړ شي او د قشقري له حوزې څخه دې استخراج شوي تېل له اوبو، سلفر او مالګې پاک شي.

نورالدین عزیزي د هېواد له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ او ملاتړ د اعلانولو پرمهال وویل: د چاڼ‌خونو د ځمکې لپاره باید ګډه طرحه جوړه او دغه وزارت ته وسپارل شي او همدارنګه که د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولان د حیراتان په دوه لاري کې پانګونې ته چمتو شي؛ د تېلو او ګازو یو صنعتي پارک به جوړ او ځمکه به یې تر واک لاندې راولي.

همدارنګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د شته چاڼ‌خونو د وړتیاوو پر لوړولو او د تېلو د کیفیت لوړولو تر څنګ د لویې چاڼ‌خونې د جوړولو پر اړه د اقتصادي عالي کمیسیون پرېکړه ورسره شریکه کړه او څرګندوي، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور د زیانمېدو غوښتونکی ندی او دا د ملت او دولت پر زیان بولي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل ته راوبلل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۲)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د پاکستان سوداګرۍ له مرستیال وزیر محمد خرم سره په انلاین خبرو کې هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن (دوشنبه د کب یو‌ویشتمه) خپره شوې؛ راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په تېرو دوه نیمو کلونو کې پر شویو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالي، د سوداګریزو ستونزو حل، د ټرانزیټي خنډونو لرې کولو، د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو، د اړیکو پر رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو او د سیمه ییزو همکاریو زیاتوالي خبرې وکړې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!