تازه خبرونه
په افغانستان کې د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون تصویب شو
د افغانستان بانک وایي؛ د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون یې تصویب کړی، چې له مخې یې هیڅوک نشي کولی له جواز پرته پولي خدمتونه وړاندې کړي.

د افغانستان بانک د رسنیو دفتر د شنبې پر ورځ (د تلې اتهویشتمه) د صرافۍ او پولي خدمتونو د قانون له تصویب خبر ورکړ.
د افغانستان بانک وایي؛ د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون یې تصویب کړی، چې له مخې یې هیڅوک نشي کولی له جواز پرته پولي خدمتونه وړاندې کړي.
د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د دغه قانون پر بنسټ، له جواز پرته صرافي کول جرم ګڼل کیږي او دوی به یې مخنیوی کوي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري زیاته کړې، چې نوي قانون صرافانو ته د جواز ترلاسه کول اسانه کړي دي.
په ورته وخت کې د شهزاده سری د صرافانو ټولنه د دغه قانون له تصویب هر کلی کوي.
یو شمېر کارپوهانو ويلي، چې له دې قانون سره به د بهرنيو پانګو جلب او جذب، مالي ثبات او رڼښت ښه شي.
دغه قانون به د اسلامي امارت د رهبر له توشیح وروسته د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شي.
د افغانستان بانک د نوي قانون له مخې؛ د صرافۍ د جواز اخیستو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي، چې ورسره به د صرافۍ او پولي غیر قانوني خدمتونو مخه ونیول شي.
د يادونې ده، چې د افغانستان بانک په دې وروستيو کې د فاکس انلاين راکړه ورکړه هم غير قانوني اعلان کړې او څرګندوي، چې عاملين به يې تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي.