Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د راغورځېدلې الوتکې څلور کسان ژوندي دي او د دوه نورو لټون روان دی – روسیه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

رویټرز د روسیې سفارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د روسیې د هوايي چلند څار ادارې د یکشنبې پر ماښام د افغانستان په شمال کې د مسکو پر لوري د یوې چارترې الوتکې د لوېدو له پېښې څلور کسان ژوندي پاتې دي او د دوه نورو مسافرو لټون روان دی.

د افغانستان اسلامي امارت دوه ولایتي چارواکو ویلي؛ څلور ژوندي پاتې شوي کسان اوس د اسلامي امارت له هغو حکومتي چارواکو سره دي، چې اړوند غرنۍ سیمې ته رسیدلي دي.

دوی دا هم ويلي، چې دوه نور مسافر مړه شوي دي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د الوتکې پیلوټ د هغو څلورو کسانو په ډله کې دی، چې ژوندي پاتې دي.

هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د اسلامي امارت څېړنیزه ډله د پاتې کسانو د لټون او مرستې لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

د روسیې هوايي چلند ادارې روساویتسیا د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې افغان پولیسو د الوتکې د راغورځېدو راپورونه خپاره کړل په ډاګه کړه: د روسیې راجستر شوې چارټر الوتکه له شپږ سپاره کسانو سره یوه ورځ مخکې په افغانستان کې له راداره ورکه شوې وه.

د دغې سرچینې  د څرګندونو له مخې؛ الوتکه یوه چارټر امبولانس الوتنه وه، چې د تایلینډ د پتایا د اوتاپاو هوایی ډګر څخه مسکو ته د هند او ازبکستان له لارې د فرانسوي په داسوی الوتکه کې یې مسکو ته سفر کاوه.

د روسیې خبري اژانس شاټ SHOT د یوې ناڅرګندې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د الوتکې پیلوټ له راداره له ورکیدو شاوخوا ۲۵ دقیقې مخکې خبرداری ورکړ، چې د تېلو کمښت دی او الوتکه به هڅه وکړي، چې د تاجکستان په هوایی ډګر کې کښته شي.

د یادې سرچینې د راپور له مخې؛ پیلوټ بیا هم راپور ورکړ، چې یو انجن ودرېد او بیا دوه‌یم هغه هم ودرېد.

رویټرز تر دې دمه د شاټ لخوا شریک شوي توضیحات تائید کړي نه‌دي.

د هند ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې دغه چارټر سوداګریزه الوتنه د هند الوتکه نه‌وه.

د روسیې دولتي تاس خبري اژانس په بانکوک کې د روسیې سفارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې الوتکه د تایلینډ له پټایا څخه، چې د روسیې لپاره مشهور سیاحتي ځای دی؛ مسکو ته د شخصي روغتیایي لپاره پر لار وه.

ریا RIA خبري اژانس د تایلینډ د اوتاپاو نړیوال هوایی ډګر د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په الوتکه کې یو ناروغ روسی وګړی د پټایا له یوه روغتون څخه روسیې ته لېږدېدو.

ریا خبري سرچینې زیاته کړې؛ له ناروغې سره د هغې میړه، یو خصوصي متشبث او یو روسی تبعه هم مل ول، چې د الوتنې لپاره یې پیسې ورکړې وې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ یو شمېر روسي رسنیو ویلي، چې مسافرین د روسیې د سویل د ولګوډونسک میړه او میرمن ول.

د شاټ خبر پاڼې له مخې؛ داسې ښکاري، چې د الوتکې عمله هم د روسیې وګړي ول.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې ویلي؛ دوی یوه جرمي قضیه پرانستلې، چې د خوندیتوب له قواعدو سرغړونه معلومه کړي.

د الوتکې راپور شوي مالک، چې اتلیټیک ګروپ LLC نومي یو کوچني روسی شرکت لري؛ تر دې دمه غوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.

هغه الوتکه، چې پرون ماښام بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه؛ د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدېو په اړوند سیمه کې پيدا شوې، چې پېلوټ د افغانستان اسلامي امارت څېړونکې ډلې لخوا پيدا شوی. د پېلوټ له قوله، چې په الوتکه کې له شته کسانو څخه د ياد پيلوټ په شمول څلور کسان ژوندي دي.

د اسلامي امارت څېړونکې ډلې لخوا د پاتې ژونديو کسانو لټون او مرسته دوام لري.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په ایکس پاڼه کې په دې اړه لیکلي: د لومړنيو معلوماتو له مخې تېر ماښام شا وخوا (۷) بجې یوه FALCON -10 ډوله روسی شخصي جټ الوتکه، چې د سپرليو او عملې شمېر یې شپږ کسان و؛ له هندوستان څخه د تاشکند پر لور روانه وه، چې د تخنیکي ستونزو له کبله له خپل مسيره وتلې او احتمالأ د بدخشان ولایت د زیباک او کران و منجان ولسوالیو په اړوند سیمه کې ورکه او غورځېدلې ده.

د بدخشان د ولایتي ادارې ویاند ذبیح الله امیري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د پېښې ځای ته یو ټیم استول شوی چې د ولایت له مرکز فیض‌آباد څخه ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته سیمه ده.

له دې مخکې د بدخشان امنیه قومندانۍ د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه، چې دغه الوتکه د زیباک ولسوالۍ د توپخانې د سیمې په لوړو غرونو کې راغورځېدلې ده.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!