تازه خبرونه
په افغانستان کې د درې بریتانوي بندیانو په اړه خبرې روانې دي – د بریتانیا حکومت

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د بریتانا حکومت په افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا د درې بریتانويانو له نیول کیدو وروسته خبرې پیل کړې دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن سکای نیوز ته ویلي: حکومت په خبرو اترو کې دی او د هغو د خوندیتوب د ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د رسنیو راپورونو لومړنی نیول شوی کس ۵۳ کلن خیریه داکتر کیون کارنویل، دوهیم هغه مرستندویه کارکوونکیو ته د هوټل نامعلوم مدیر او درېیم کس خطرناک ګرځندوی ستوری مایل روتلیج یادکړي دي.
د غیر انتفاعي ډلې بنسټوال سکات ریچارډز د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې د هغه ټولنه له درې اړوند بندیانو څخه د دوه هغو د کورنیو استازیتوب کوي.
نوموړي د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ فکر کیږي، چې د نیول شویو بریتانویانو روغتیایي حالت ښه دی او ښه چلند ورسره کیږي.
هغه زیاته کړې: دوی په ښکاره پر هغه څه تورن شوي، چې ګومان کیږي د غیرقانوني وسلې ساتل نومول شوي. که څه هم دا وسله د جواز تر څنګ په یوه خوندي ځای کې ساتل کېده؛ نو مونږ ډاډه یوو، چې وضعیت پر لویه کچه یو شک دی.
داسې ګومان کیږي، چې په دغو کسانو کې یې دوه د روان میلادي کال د جنوري له میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې نیول شوي؛ خو دا اوس هم معلومه نده، چې درېیم بریتانوي څه وخت نیول شوی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وه، چې په افغانستان کې د بندي شويو بریتانویانو له کورنیو سره مرسته کوي او هڅې روانې دي، چې له بندیانو سره قونسلي، له کورنۍ سره تیلیفوني، صحي او حقوقي سهولتونو او نور اړوند مسائیلو په اړه اړیکې ټینګې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو سره سم خپلې ځانګړې پالیسۍ پلې کړي، چې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو په اړه پرېکړو یې نړیوال قهر راپارولی دی.
تېر کال اسلامي امارت د بریتانیا د یوه تلویزیون یو تجربه کار کیمره مین او څلور نور بریتانوي اتباع، چې شپږ میاشتې بندیان ول؛ خوشې کړل.
پیتر جووینال یو له هغو بریتانیاویانو و، چې د بریتانیا د حکومت د څرګندونو له مخې اسلامي امارت په بند کې ساتلی و.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغو پنځو کسانو په افغانستان کې د بریتانيې د حکومت په کارونو کې هیڅ رول نه درلود او د بریتانيا د حکومت له اجازې پرته یې افغانستان ته سفر کړی و.
هغه زیاته کړې: دا یوه تېروتنه وه.
هغه مهال د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بریتانویان تورن کړي وه، چې د افغانستان د خلکو د دود او دستور خلاف هڅې کوي.
هغه زیاته کړې وه: دوی ژمنه وکړه، چې د افغانستان قوانين، دودونه او د خلکو فرهنګ به رعايتوي او بيا به ترې سرغړونه نهکوي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت تر اوسه د دغو درې نیول کسانو په اړه څه ندي ویلي.