روغتيا
په افغانستان کې د بیزوتڼاکې ناروغي ثبت شوې نده – روغتیا وزارت
په کابل او پکتیا کې د بیزوتڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د بیزوتڼاکې کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.
په کابل او پکتیا کې د بیزوتڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.
د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د سېشنبې پر ورځ (د وږي شپږمه) وویل، که د بیزوتڼاکې شکمنه یا مثبته پېښه ولیدل شي؛ نو د عامې روغتیا وزارت به یې اعلان کړي.
له دې مخکې یو شمېر رسنیو د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې په کابل او پکتیا کې د ګوزڼ دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو شاوخوا یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د بیزوتڼاکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي.
تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د بیزوتڼاکې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې د بیزوتڼاکې خپریدل یو روغتیایي بېړنی حالت اعلان کړ او ویلې یې دي، چې د دې ویروس نوی بڼه د خپرېدو په حال کې ده.