Connect with us

روغتيا

په افغانستان کې د ایدز ناروغي کمه شوې ده – روغتیا وزارت

خپور شوی

د

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ويلي؛ په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د اچ آی وي په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللې او یا کمې شوې دي، خو د تشخیص  لپاره یې د اسانتیاوو او تجهیزاتو کمښت یوه ستونزه ده.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ويلي؛ اسلامي امارت ته له جمهوري ریاست څخه ډېرې ستونزې پر میراث پاتې دي؛ خو په تېرو دوه کلونو کې د دغه وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د ایدز په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللي او یا هم کمې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمد داوود منصوري ویلي؛ په ټول هېواد کې د خدمتونو د پراخولو په لټه کې دي او ډېر پروګرامونه یې تر لاس لاندې دي، خو په دې برخه کې د اسانتیاوو او د تشخیصي وسایلو نشتوالی د دغه وزارت پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ويلي، چې د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۲ زره کسان په‌دې ویروس اخته دي او په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی وايي چې د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې ۱۲ زره کسان په دې ویروس اخته دي او په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازې میرمن سوریو ویلي؛ اوس‌مهال دا ناروغي په افغانستان کې په خورا ټیټه کچه کې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې له ۱۲۰۰۰ څخه زیات کسان پر ایدز اخته دي، چې  ۱۱۶۲ لویان او ماشومان یې تر درملنې لاندې دي او زمونږ افغان همکاران به ورسره همکاري وکړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي محمد اختر ویلي؛ سږ کال مونږ د ايدز ناروغۍ پېنځه دېرشمه نړيواله کليزه نمانځو. د ختيځې مديترانې په سيمه کې، چې افغانستان يې هم غړی دی له ۴۹۰ زره خلکو څخه يوازې ۳۸ سلنې يې د ايدز په اړه مالومات درلودل، چې ۲۷ سلنه يې تر درملنې لاندې ول او په سلو کې د ۲۴ کسانو درملنه اغېزمنه وه.

 دغه راز په دې ناروغۍ اخته ناروغانو ويلي، چې له نورو روغتیايي ننګونو سره هم مخ دي.

اوس‌مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیون خلک د اچ آی وي یا ایدز درملنې ته لاسرسی نه‌لري او هره ورځ ۱۷۰۰ کسان له دې ناروغۍ مري.

روغتيا

د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري

د هرات حوزوي روغتون ۶۵۰ بستره لري، چې هره ورځ له ۱۰۰۰ د ډېرو ناروغانو خدمت کیږي. د دې روغتون په بېلابېلو څانګو کې پر هر بستر دوه ناروغان تر درملنې لاندې دي.

Published

on

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري شي – نورجلال جلالي

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نورجلال جلالي چین ته د خپل سفر پر مهال د سنتي طب په نړیوال کنفرانس کې د سیمې لپاره د سنتي طب په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې او شانګهای همکاریو ټولنې همکاري اړینه یاده کړه او څرګندوي، چې په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري او د عصري طبابت یوه برخه شي.

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

هغه دغه راز د سنتي طب په برخه کې د چين او افغانستان پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ اووایيو چې په دې برخه کې باید د ظرفيتونو لوړولو، تجربو شريکولو او  څېړنو زمینه برابره شي.

د يادونې ده، چې دا مهال په عامې روغتيا وزارت کې د سنتي طب رياست جوړ شوى، چې د ډاکټرانو د کار پر سمون، تګلارو او لارښوونو کار کوي.

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ پېښې مخ پر زیاتېدو دي – د روغتیا نړیواله ټولنه

دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په پېښو کې ۲۸۳ سلنه او په پاکستان کې د ۲۰۲۳ ز. کال پر پرتله ۵۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: د بېړنۍ کمیټې له وروستۍ غونډې راپدېخوا د پولیو ۵۱ نوې پېښې ثبت شوي، چې ۱۷ یې په افغانستان او ۳۴ په پاکستان کې دي، چې له دې سره په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو پېښو شمېر ۶۲ ته ورسېد. دا په افغانستان کې د پولیو ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښيي. دا د ټول ۲۰۲۳ کال په پرتله په پاکستان کې د چاپېریال د نمونو په شمېر کې ۵۵۰ سلنه زیاتوالی دی. په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۲۰۴ ته لوړ شوی.

د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه ندي ویلي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو او فلج ناروغي په کې نده ختمه شوې.

د پولیو نښې د هر ناروغ ماشوم لپاره توپیر لري؛ تبه، زړه بدوالی، کانګې، د اشتها کموالی، کمزوری، د معدې درد او د ستوني درد د پولیو تر ټولو عامې نښې دي.

د ډاکټرانو په وینا کمزوري روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، بې سوادي، د نفوسو تراکم،  د اسهال ډېر خپرېدل او د ګوزڼ واکسین کم پوښښ هغه عوامل دي، چې د پولیو ویروس د خپرېدو لامل ګرځي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!