تازه خبرونه
په افغانستان کې د آسترالیا هوایي ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه ښایي اړیکې زیانمنې کړي
د آسترالیا د دفاعي ځواک مشر د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د آسترالیايي پوځیانو پر ضد د جنګي جرمونو تورونه ښايي د آسترالیا له ځانګړي هوايي ځواک سره د امریکايي ځواکونو د کار کولو مخه ونیسي.
په افغانستان کې د تېرو شل کلونو د عملیاتو پرمهال د بهرنیو ځواکونو لخوا د ملکیانو د وژنې او جنګي جرمونو دوسیې یو د بل پسې بربنډيږي.
له امريکا او ايتاليا وروسته اوس آستراليايي پوځونه په افغانستان کې د خپل شل کلن پوځي حضور پر مهال له بشري حقونو څخه پر سرغړونه او جنګي جرمونو تورن شوي دي.
که څه هم لسګونه آسترالیايي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې د ۳۹ ملکي وګړیو او بې وسلې بندیانو پر وژلو تورن دي؛ خو له دې ډلې د آسترالیا د ځانګړیو ځواکونو د یوه سرتېري رابرت سمیت محاکمه نن په کانبرا کې پیل شوه.
رابرت سمیت په ۲۰۱۰ کال کې د آسترالیا تر ټولو لوړ پوځي اعزاز ترلاسه کړ؛ خو په دې وروستيو کې آستراليايي رسنيو خبر ورکړ، چې په افغانستان کې يې د خپل ماموريت پر مهال شپږ افغان ملکي وګړي وژلي دي.
د آسترالیا د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز انګوس کمپبل ويلي، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې یې د امریکا له لوري په یوه لیک خبرداری ورکړ شوی، چې که آسترالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پرمهال جنګي جرمونه او له بشري حقونو سرغړونه کړې وي؛ نو دا به د دې لامل شي، چې امریکا له لسترالیا سره پر مرستو او اړیکو بیا کتنه وکړي.
په آسترالیا کې د بشري حقونو د څار ادارې رییسې هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د آسترالیايي پوځیانو د جنګي جرمونو د تورنو په اړه څېړنه به نور هېوادونه هم دې ته اړ کړي، چې د خپلو پوځیانو تورونه وڅېړي.
میرمن ګوشان د آسترالیا د حکومت دغه کار د عدالت د تامین په برخه کې یو مهم ګام وباله.
په آسترالیا کې د بشري حقونو د څار ټولنې رییسه داینالا ګوشان وایي: زه هیله منه یم، چې د آسترالیايي پوځیانو محاکمه به یوازنۍ پېښه نهوي پر دوی سربېره نور هغه ځواکونه، چې له دغه راز تورونو سره مخ دي هم باید همداسې چلند ور سره وشي.
له دې مخکې د آسترالیا د وسلهوالو ځواکونو عمومي مفتش کره شواهد وړاندې کړي وه، چې د آسترالیا د ځانګړیو ځواکونو ۲۵ غړي د ۳۹ ملکي افغانانو پر وژلو او د دوه نورو په ځورونه کې لاس لري او دا ټولې دوسیې د څېړنو لپاره د ځانګړیو ځواکونو دفتر ته استول شوي دي.