سوداگري

په افغانستان کې به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار بیا پیل شي – نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: )

نړیوال بانک څرګنده کړې؛ په افغانستان کې به د کاسا ۱۰۰۰  پروژې چارې د هغو درې هېوادونو په غوښتنه پیل کړي، چې په دې پروژه کې برخه اخلي.

نړیوال بانک څرګنده کړی، چې په دې پروژه کې ګډون کوونکیو هېوادونو له نړیوال بانک څخه غوښتي، چې په خپلو لومړنیو مالي مرستو په افغانستان کې د CASA-1000 پروژې کار بیا پیل کړي.

د اعلاميې له مخې ، نړیوال بانک پرېکړه کړې، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د نړیوالې پراختیایي ټولنې پر مالي مرسته بیا پیل او مالي چارې به یې له هېواده بهر اداره کیږي.

د دې پروژې چارې په تاجکستان، قرغزستان او پاکستان کې تر ډېره بشپړې شوي او په افغانستان کې یې ۱۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.

 د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ويلي، چې د دې پروژې کار به ژر پيل شي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژه کې ۱۱۰ میلیون ډالر، چې پر ۱۴۰۰ ل. ل. کال په افغانستان کې له سیاسي ناکرارۍ وروسته ودرول شوې؛ اوس به بیا پیل شي.

دغه بانک همدا راز زیاته کړې، چې نړیوالې پراختیايي ټولنې په افغانستان کې د دې پروژې د بشپړولو لپاره د کومې نوې سرچینې وړاندیز یا وړاندوینه نه‌ده کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: هره پروژه، چې په افغانستان کې پلې کیږي باید د افغانستان اسلامي امارت پرې خبر وي او د افغانستان شرایط په نظر کې ونیسي؛ مونږ ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو. په افغانستان کې امنیت دی او د پروژې د پلي کېدا لپاره اسانتیاوې شته او نظام په اړینو برخو کې همکاري کوي او خنډ به نه وي.

نړیوال بانک ویلي، چې په افغانستان کې د دې پروژې بشپړېدل خورا مهم دي؛ ځکه، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د کاسا ۱۰۰۰ د برښنا لیږد د لین نښلولو مرکز دی.

د دغه بانک د ارزونې پر بنسټ، که دا پروژه په افغانستان کې بشپړه نه‌شي؛ نو قرغزستان، پاکستان او تاجکستان ته به د پام وړ اقتصادي او مالي زیانونه واړوي. د دې زيان يوه برخه يو ميليارډ ډالره اټکل شوې ده.

نړیوال بانک وايي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به په دوه پړاوونو کې بشپړه شي او تمه ده، چې تر درې کلونو پورې به پای ته ورسیږي .

د CASA-1000 پروژه د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې د نړیوال بانک د مدیره پلاوي له‌خوا د نړیوالې پراختیایي ټولنې پر مالي مرسته د افغانستان له لارې پاکستان ته د قرغزستان او تاجکستان د صادراتي برښنا د لیږد لپاره تصویب شوه. د دې پروژې له لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا پاکستان او ۳۰۰ میګاواټه برښنا افغانستان ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version