سوداگري
په افغانستان کې به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار بیا پیل شي – نړیوال بانک

نړیوال بانک څرګنده کړې؛ په افغانستان کې به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې د هغو درې هېوادونو په غوښتنه پیل کړي، چې په دې پروژه کې برخه اخلي.
نړیوال بانک څرګنده کړی، چې په دې پروژه کې ګډون کوونکیو هېوادونو له نړیوال بانک څخه غوښتي، چې په خپلو لومړنیو مالي مرستو په افغانستان کې د CASA-1000 پروژې کار بیا پیل کړي.
د اعلاميې له مخې ، نړیوال بانک پرېکړه کړې، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د نړیوالې پراختیایي ټولنې پر مالي مرسته بیا پیل او مالي چارې به یې له هېواده بهر اداره کیږي.
د دې پروژې چارې په تاجکستان، قرغزستان او پاکستان کې تر ډېره بشپړې شوي او په افغانستان کې یې ۱۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ويلي، چې د دې پروژې کار به ژر پيل شي.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژه کې ۱۱۰ میلیون ډالر، چې پر ۱۴۰۰ ل. ل. کال په افغانستان کې له سیاسي ناکرارۍ وروسته ودرول شوې؛ اوس به بیا پیل شي.
دغه بانک همدا راز زیاته کړې، چې نړیوالې پراختیايي ټولنې په افغانستان کې د دې پروژې د بشپړولو لپاره د کومې نوې سرچینې وړاندیز یا وړاندوینه نهده کړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: هره پروژه، چې په افغانستان کې پلې کیږي باید د افغانستان اسلامي امارت پرې خبر وي او د افغانستان شرایط په نظر کې ونیسي؛ مونږ ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو. په افغانستان کې امنیت دی او د پروژې د پلي کېدا لپاره اسانتیاوې شته او نظام په اړینو برخو کې همکاري کوي او خنډ به نه وي.
نړیوال بانک ویلي، چې په افغانستان کې د دې پروژې بشپړېدل خورا مهم دي؛ ځکه، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د کاسا ۱۰۰۰ د برښنا لیږد د لین نښلولو مرکز دی.
د دغه بانک د ارزونې پر بنسټ، که دا پروژه په افغانستان کې بشپړه نهشي؛ نو قرغزستان، پاکستان او تاجکستان ته به د پام وړ اقتصادي او مالي زیانونه واړوي. د دې زيان يوه برخه يو ميليارډ ډالره اټکل شوې ده.
نړیوال بانک وايي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به په دوه پړاوونو کې بشپړه شي او تمه ده، چې تر درې کلونو پورې به پای ته ورسیږي .
د CASA-1000 پروژه د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې د نړیوال بانک د مدیره پلاوي لهخوا د نړیوالې پراختیایي ټولنې پر مالي مرسته د افغانستان له لارې پاکستان ته د قرغزستان او تاجکستان د صادراتي برښنا د لیږد لپاره تصویب شوه. د دې پروژې له لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا پاکستان او ۳۰۰ میګاواټه برښنا افغانستان ته رسیږي.
سوداگري
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
دا خبرې اترې کابل ته د ډار له وروستي سفر وروسته وشوې؛ هغه له افغان چارواکو سره د ازبکستان-افغانستان- پاکستان د اوسپنپټلۍ د پلان شوې پروژې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې پر ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان ـ ټرانس- اوسپنېپټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړې.
دا خبرې اترې کابل ته د ډار له وروستي سفر وروسته وشوې؛ هغه له افغان چارواکو سره د ازبکستان-افغانستان- پاکستان د اوسپنپټلۍ د پلان شوې پروژې په اړه خبرې وکړې.
درې واړو ګاونډ هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د افغانستان له لارې د ۵۷۳ کیلومټره اوسپنېپټلۍ د جوړولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې په وچه کې بند منځنۍ آسیا به د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي. د دې پروژې اټکل شوی لګښت ۴.۸ میلیارډ ډالر دی او هدف یې د سیمهییزې اقتصادي اړیکې پیاوړتیا ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ډار هیله څرګنده کړې، چې درې واړه هېوادونه به ډېر ژر د دې مهمې سیمهییزې پروژې لپاره یو چوکاټي تړون لاسلیک کړي.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي، د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او اوسنیو سیمهییزو او نړیوالو مسلو په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
دا په داسې حال کې دهو چې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنېپټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ازبکستان ته په سفر کې د حیرتان- مزار شریف د اوسپنېپټلۍ د عملیاتو او ساتنې قرارداد د سوګدیانا ټرانس سره د دوه نورو کلونو( د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ ) لپاره وغځاوه.
سوداگري
نړیوالې بې ثباتۍ د افغانستان د اقتصادي ودې کچه راټیټه کړې
په داسې حال کې، چې نړیواله اقتصادي ناڅرګندتیا زیاته شوې؛ په جنوبي آسیا کې ورسره د ودې لیدلوری کمزوری شوی او د سیمې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان په ګډون وړاندویېنې ټیټې شوې دي.

د نړیوال بانک په یوه نوي راپور کې راغلي، چې په نړیواله بې ثباتۍ کې د افغانستان د اقتصادي ودې امکانات ناڅرګند پاتې دي.
په داسې حال کې، چې نړیواله اقتصادي ناڅرګندتیا زیاته شوې؛ په جنوبي آسیا کې ورسره د ودې لیدلوری کمزوری شوی او د سیمې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان په ګډون وړاندویېنې ټیټې شوې دي.
په دې راپور کې راغلي، چې که څه هم د افغانستان اقتصاد په تدریجي ډول ښه کېږي؛ خو د راتلونکي لیدلوری یې ناڅرګند پاتې دی؛ ځکه، چې مالي فشارونه مخ پر زیاتېدو دي، سوداګریز کسر زیات شوی، او د خوړو خوندیتوب کم شوی دی. دا عواملو پر کورنیو ډېر فشار راوړي او د ټولګډونه ودې مخه نیسي.
نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې وايي، چې د بهرنیو مرستو له کمښت سره – سره د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کلونو کې ۲.۵ سلنه وده کړې؛ خو دا کچه د هېواد د نفوس د ودې پر پرتله ټیټه ده.
د اقتصاد وزارت ويلي، چې د هېواد اقتصاد نازک ندی او له بندیزونو سره – سره پرمختګ لري او د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې اوس هم روانې دي.
د اقتصاد وزارت وزارت مسلکي مرستیال عباللطیف نظري وايي، چې د هېواد اقتصادي وضعیت نازک نه دی، بلکې مخ پر ښه کېدو دی.
نړیوال بانک اعلان کړی، چې افغانستان به په ۲۰۲۵ کال کې د دوهیم پرلهپسې کال اقتصادي وده تجربه کړي؛ ځکه، چې تر ډېره د کرنې سکټور لخوا پرمخ وړل کېږي.
د اقتصادي شنونکو د څرګندونو له مخې؛ د نفوس چټکه وده او د کډوالو راستنېدل د کار پیدا کولو او د عامه خدماتو پر وړاندې کولو لوی فشار راوړي، چې اقتصادي کمزورتیا یې ژوره کړې ده.
ویل کیږي، چې د روان کال په پیل کې ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ ول او پراخه خوارځواکي، چې اوس ۴.۷ میلیون ښځې او ماشومان اغېزمنوي؛ مخ پر خرابېدو ده. دې بانک دا خبرداری هم ورکړ، چې که بېړنی اقدام ونشي؛ د بشري پانګې پراختیا به نوره هم زیانمنه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۳۲ سلنه زیاته شوې ده – عزیزي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ عزیزي افغانستان ته د قزاقستان د پلاوي له سفر هرکلی وکړ او د افغانستان د ادارو د ډیجیټل کولو، بشري مرستو او د دې هېواد د نورو همکاریو له پروګرام څخه مننه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی(سرپرست) نورالدین عزیزي د قزاق-افغان سوداګریز فورم د لومړۍ ورځې ناستې او د نندارتون د پرانیستې په پای کې ویلي؛ د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۲ سلنه زیات شوی او دواړه خواوې دغه راز په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم درې میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ عزیزي افغانستان ته د قزاقستان د پلاوي له سفر هرکلی وکړ او د افغانستان د ادارو د ډیجیټل کولو، بشري مرستو او د دې هېواد د نورو همکاریو له پروګرام څخه مننه وکړه.
عزیزي د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د نښلولو، د سوداګریزو قراردادونو د زیاتولو، په دواړو هېوادونو کې د دوه اړخیزو محصولاتو او تولیداتو د نندارتونونو د جوړولو، په کابل او الماتا کې د سوداګریزو مرکزونو د جوړولو او د توکو د صادراتو او واردولو لپاره د لارې هوارولو په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومنګارین هم ټینګار وکړ، چې افغانستان او قزاقستان په سیمه کې مهم او سټراټیژیک شریکان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ فورم جوړول یې د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا، د نویو سوداګریزو اړیکو رامنځته کولو، د تجربو تبادلې او د ګډو نوښتونو د ودې لپاره مهم وګڼل.
ژومنګارين ويلي: “مونږ باور لرو، چې يو باثباته او سوکاله افغانستان په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره يو مهم فکتور دی، چې کولی شي د مرکزي او جنوبي آسيا ترمنځ يو مهم لوژستيکي مرکز شي.”
د یادونې ده، چې د قزاقستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په بلنه د ۲۵ قزاقستاني شرکتونو په ګډون سره ترسره شو.
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ