تازه خبرونه

په افغانستان کې به تر ۱۰ ورځو د کرونا ویروس درېیمه څپه پوره پراخه شي

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۶, ۱۴۰۰

افغانستان به تر لس ورځو پورې د کرونا ویروس د درېیمې څپې لوړې څوکې ته ورسیږي؛ خو روغتیا وزارت ویلي، چې دروغتیایي پاملرنو په نظر کې نیولو سره به له پراخو محدودیتونو ډډه وشي.

روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره هڅې روانې دي؛ خو د درېیمې څپې په اړه د خلکو د بې پامۍ د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

له تېرو څلیریشت ګړیوراپدیخوا په افغانستان کې د کرونا وایروس ۶۲۳ نوې پېښې ثبت شوي؛ ۱۴ مړه دي او ۱۹۳ نور له روغتونونو رخصت شوي.

په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر ۶۸۳۶۶ ته، مړینه یې ۲۸۶۹ رسېدلې او۵۶۷۱۱ روغ شوي دي.

دغه راز چین به په راتلونکي کې افغانستان ته د کرونا ویروس ضد ۷۰۰ زره خوراکه واکسین مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ټینګار کړی، چې چینایي ساینوفورم واکسین نړیوالې روغتیایي ټولنې منظور کړی او معافیت یې هندي سټرازینکا واکسینو ته ورته دی.

افغانستان تر دې دمه د هندي سټرزینکا واکسینو ۹۶۸ خوراکه ترلاسه کړي او په بېلابېلو کټګوریو کې یې د امنیتي  ځواکونو، روغتیايي پرسونل، رسنیو او عامو وګړیو ته پلي کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې تر دې دمه د امنیتي ځواکونو ۲۸۰ زره پرسونل، له ۱۲۰ زره ډېر ډاکټران  او صحي کارکوونکي او ۵۶۰ زره نور وګړي واکسین شوي دي.

د چین مرسته شوي واکسین به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته وسپارل شي.

د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې دا واکسین به ۹۱ سلنه پر کرونا ناروغيو لرونک، ۷۶ سلنه روغو پنځوس کلنو کسانو او ۸۳  سلنه په هغو کسانو ته ورکړ شي، چې له له ۵۰ ډېر عمر لري.

Trending

Exit mobile version