تازه خبرونه
په افغانستان کې باید د ګډوډۍ مخه ونیول شي

په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې ۱۷ ناسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي پر وینا پیل او په کې ویناوالو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، بشري حالت، فقر او لوږې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د اسلامي همکاريو ټولنې ٥٧ غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، د ملګرو ملتونو، روسيې، چين، جرمني، فرانسې، بريټانيا، جاپان او اروپايي ټولنې استازیو ګډون کړى و.
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان پر روان وضعیت او د دې هېواد د سیاسي او اقتصادي نظام د سقوط پر شونتیاوو اندېښنه په ډاګه کړه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي: افغانستان د ګډوډۍ پر لوري روان دی؛ کوم حکومت، چې د خپلو دولتي کارکوونکیو، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکیو معاشونه نشي ورکولی، اړینه ده، چې که هر حکومت وي حکومت سقوط کوي؛ خو ګډوډي د هیچا په ګټه نده.
په پاکستان کې افغان سفارت ویلي، دغه ناسته د افغانانو لپاره پر بشري مرستو، د کنګل شویو پیسو آزادیدو، د نړی له لوري د ا.ا پر رسمیت پېژندو او نورو اړوند موضوعاتو راڅرخېدلې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کړی دی.
په اسلامآباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.
نوموړي زیاته کړې، باید له افغانستان سره «له قید او شرط پرته» بشردوستانه مرستې وشي.
هغه ویلي؛ په افغانستان کې اقتصادي ناورین د کډوالو او ترهګرۍ د ډېرېدو سبب کېږي، چې د سیمې او نړۍ پر امنیت به ناوړه اغېزې ولري.
دغې ناستې ته د اسلامي هکاریو سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم طه هم د دې سازمان له غړیو غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه د یووالي او پخلاینې غوښتنه وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان آل سعود په اسلامآباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې به نه یوازې د افغانستان خلک زیانمن کړي؛ بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت به هم منفي اغېزې ولري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په اسلامآباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ له اسلامي امارت سره نه یوازې د سولې تر لاسه کولو لپاره کار کولو ته اړتیا ده، بلکې د ټولګډونه حکومت او میرمنو حقونو ته درناوی هم اړین دی.
نوموړي ټینګا کړی، چې د افغانستان د اقتصاد سقوط مخه باید ونیول شي؛ بندیزونو د افغانستان مالي سېسټم له کاره غورځولی او تر هغې، چې افغانانو ته پیسې و نه رسېږي؛ ژمنې بې ګټې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د افغانستان د ستونزې حل د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې ګوري او وایي، چې د افغانستان د ستونزې یوازنی حل د داسې یوه حکومت پر جوړولو پای ته رسیدی شي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.
هغه له دغو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د تلپاتې ثبات او امنیت لپاره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان د کړکېچ عادلانه حل لارې په موندلو کې به د اسلامي هېوادونو مشورې، غوښتنې او اندېښنې پر ورین تندي ومني.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نده؛ نو اړینه ده، چې ټول د اوسني ثبات ملاتړ ته راودانګي او له سیاسي او اقتصادي پلوه یې ملاتړ وکړي.
په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې له غونډې سره همهاله، هندي رسنیو خبر ورکړی، چې نوی ډهلی هم نن د «هند- مرکزي آسیا ډیالوګ» نومې ناستې کوربه دی.
په دې ناسته کې د مرکزي آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی، چې د افغانستان د روان وضعیت تر څنګ د سوداګرۍ پراختیا او سیمه ییز اتصال په اړه په کې خبرې کیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي؛ هند او د مرکزي آسیا هېوادونه په افغانستان کې یوشان موخې او اندېښنې لري.
راپورونه وايي، د نوي ډهلي په ناسته کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی دی.
تازه خبرونه
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي؛ نن پنجشنبه( د کب درویشتمه) د بدخشان ولایت د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.
د محمد یونس اخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ د واخان سړک د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختيايي بودجې څخه تمویلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې تېرو حکومتونو د واخان اوسیدونکي له هر راز اړينو اسانتیاوو؛ په ځانګړي توګه له سړک بېبرخې ساتلي وه.
ویل کیږي، چې د دې پروژې له عملي کېدا سره به نه یوازې د بدخشان او واخان اوسېدونکو ته ګټه ورسيږي، بلکې ورسره د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخه شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان کې پر ریلګاډي د برید ادعا رد کړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.
هغه ویلي؛ د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه یې له اسلامي امارت سره کومه اړیکه لرلې ده.
نوموړي زیاته کړې: “د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیې وړ نده او مونږ په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو پر مرګ او ژوبلې خواشیني یوو.”
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې تېره ورځ د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې میشتو وسلوالو پلان کړی و.
پر ریلګاډي برید، چې ۴۰۰ مسافر یې لېږدول؛ د سېشنبې پر ماسپښین پیل شو او تر چارشنبې پورې یې دوام وکړ. د برید په پایله کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی – عبدالمتین قانع
عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د پروسس او قاچاق کچه د پام وړ کمه شوې او له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو یې د کښت، تولید او قاچاق په مخنیوي کې ځانګړې لاسته راوړنې لري.
عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اپینو بیه لوړه شوې ده.
د دې راپور په غبرګون کې، قانع وایي: “دا عامه خبره ده، چې کله تولید او عرضه نهوي؛ نو بیه څو چنده لوړیږي او د پورته ذکر شوي دفتر څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت د ډاډمنې مبارزې ښکاره بېلګه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کوکنارو له پخوانیو کروندګرو سره د بدیلو لارو په موندلو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
-
نړۍ4 days ago
د ایران ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ګواښلو تورن کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days ago
جرمني له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره معلومات راټولوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د پاکستان بیلتون غوښتونکو بلوڅانو د مسافر وړونکي ریلګاډي مسافر برمته کړي
-
تازه خبرونه3 days ago
پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې پلان شوی و- د پاکستان ادعا
-
لوبی4 days ago
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
-
نړۍ5 days ago
زیلینسکي په سعودي عربستان کې د امریکا او اوکراین د سولې له خبرو مخکې له ولیعهد سره وکتل