سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د برياليتوب پر لوري روان يو- جان الن
د امريكا متحده ايالاتو پرسوداگريز مركز د القاعده د بريد لسمه كليزه ونمانځل شوه. د ۲۰۰۱ع كال د سپتمبر په يوولسمه په نيويارك كې د سوداگريز مركز له برجونو او دفاع وزارت سره څو الوتكې وجنگول شوې.
له دې پېښې وروسته امريكا په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه اعلام كړه. په داسي حال كې، چې له دي پېښي لس كاله تيريږي؛ سياسي شنونكي وايي، چې: اوس هم جگړه او نا امني په هېواد كې د يوې لويې ستونزې په توگه پاتې ده، خو امريكا او متحدين يې بيا د ترهگرۍ په وړاندې جگړه د برياليتوب په حال كې گڼي.
د ۲۰۰۱ع كال د سپتمبرپه يوولسمه له القاعده سره تړليو كسانو څلور الوتكې وتښتولې؛ دوه يې د سوداگريز مركز له برجونو او يوه يې له پنټاگون سره وجنگولې او څلورمه يې په پنسلوانيا ايالت كې راوغورځول شوه .
له دې پېښې وروسته دامريكا متحده ايالاتو اعلام وكړ، چې د دې بريد اصلي طراح د القاعده ډلې رهبر اسامه بن لادن و.
دې پېښې د درې زرو په شاوخوا كې كسان ووژل، سلگونه يې ټپيان او ميليونونه ډالره يې زيان واړاوه.
له دې پېښې وروسته په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه اعلام شوه، طالبانو ماتې وخوړه، د بن غونده جوړه او د حاكميت لند مهالي، انتقالي حكومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو .
په داسې حال كې، چې له دې پېښې لس كاله تېريږي؛ امريكا او متحدين يې د القاعده رهبر په وژلو هم بريالي شول.
سياسي كارپوه ميراحمد جوينده وايي:
هغه څه، چې بايد شوي واى نه دي ترلاسه شوي .
احمد سعيدي د ترهگرۍ په وړاندې جگړه كې پرمختگونه تائيد وي؛ خو وايي، چې:
له يوې خوا نړيوالې مرستې سمې نه دي كارول شوي او له بلې خوا نړيوالې ټولنې په افغا نستان كې مشخص ستراتيژيك پروگرام نه لري.
دا كارپوهان ټينگاركوي، چې افغا نستان اوس هم له يو لړ ننگونو سره مخا مخ دي .
امريكا او د هغه نړيوال متحدين وايي، چې:
په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه د برياليتوب په حال كې ده او وسله وال به خپلو موخو ته ونه رسيږي .
په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن وايي:
مونږ توانيدلي يو، چې وسله وال بلواگر په شا وتمبوو. د سپتمبر له يوولسمې لس كاله وروسته كولى شو ووايو، چې په افغانستان كې د برياليتوب په لور روان يو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي، چې:
د سپتمبر يوولسمې پېښې د افغانستان او امريكا خلك سره يو ځاى كړل.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول ټينگار كوي، چې:
د افغانستان خلك، چې د ترهگرۍ قرباني دي، په دې برخه كې د امريكا له خلكو سره همدري لري او دا يو مشترك درد دى. د سپتمبر پيښې د افغانستان او امريكا د خلكو دوستي او يو والى پياوړى كړ.
كه څه هم افغان چارواكي د بن دوه يمه ناسته د پاتې ستونزو په حلولو كې مهمه گڼي او دا طمع هم لري، چې دا ناسته به په راتلونكيو لس كلونو كې پاتې ستونزې حل كړي، خو كار پو هان وايي، چې د افغانستان په چاروكې د گا ونډ هېواد نو او په ځا نگړي توگه د پاكستان مداخله او د وسله والو مخالفينو تمويل هغه سترې ننگونې دي، چې د بل هرڅه په پرتله يې بايد نړيواله ټولنه په حل كې عملي گامونه پورته كړي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته ورسېد.
د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمهییزو سلامشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.
دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو لهخوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.
دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي
رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.
ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.
اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربهتوب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.
د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.
اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمهییز بحران مسوول دي.
اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهالوېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.
له دې مخکې اسلامآباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.
د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووهویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.
هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.
هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.
د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکهمکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.
شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ5 days ago
د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري