تازه خبرونه
په افغانستان او عراق کې د امریکايانو د یرغمل کېدو په اړه د ټرمپ ادعا مبالغه ده

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې په افغانستان کې ډېر امریکایان یرغمل دي؛ خو یوې امریکايي ټلویزیوني شبکې د ټرمپ دا ادعا مبالغه ګڼلې ده.
ټرمپ تېره اوونۍ په یوه وېډیو کې، چې د ده د ټاکنیز کمپاین له لارې خپره شوې ویلي: یو شمېر امریکایان اوس هم په افغانستان کې پاتې دي، چې یرغمل کېدا یې شونې ده.
یوې امریکايي ټلویزیوني شبکې «ان بي سي نیوز» د دوه امریکايي امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د اسلامي امارت له لوري یوازې دوه امریکايي وګړي یرغمل دي او نور امریکايان پخپله خوښه په افغانستان کې میشت دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تائیدوي، چې په افغانستان کې د بندي بهرنیو وګړو په ډله کې دوه امریکايي وګړي شته، چې د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې پر تور زنداني شوي او په دې اړه یې له امریکايي چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر تېره اوونۍ ویلي وه، چې امریکايي چارواکو د اسلامي امارت له استازو سره په خپلو خبرو کې له شرط پرته د کوربټ او نورو امریکایانو پر خوشي کولو ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې رایان کوربټ له ۲۰۲۲ کال راپدیخوا په افغانستان کې بندي دی.