روغتيا
په اسلاماباد کې افغانستان او پاکستان د ګوزڼ د مخنیوي په اړه غونډه وکړه

په اسلاماباد کې د افغانستان او پاکستان د ګوزڼ یا پوليو د له منځه وړلو د پروګرامونو د مسوولينو ترمنځ دوه ورځنۍ سرحدي غونډه جوړه شوه.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه غونډه، چې پرون (چارشنبه د تلې ۱۹) جوړه شوې، نن به هم روانه وي.
په دې ناسته کې د ملي بېړنیو عملیاتو د مرکز مشر داکتر نیک ولي شاه مومن له تخنیکي ډلې سره ګډون کړی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت ويلي، دغه رسمي غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګوزڼ ویروس د لېږدېدو د مخنیوي د ستراتیژۍ د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې ده.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ډلو د ګوزڼ ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د شويو پرمختګونو، ستونزو او پلانونو په اړه خبرې وکړې.
ګډونوالو په دواړو هېوادونو کې د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره پر همغږۍ او روانو هڅو بحث او خبرې کړې دي.
دوی به د ویروس سره د مبارزې لپاره د ګډ کار کولو لارو چارو باندې هم بحث وکړي.
د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت له مخې سږ کال په افغانستان کې د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې دي. په همدې حال کې پاکستان کې سږ کال درې پېښې ثبت شوې دي.
په ټولیزه توګه ګوزڼ یا پولیو له ۵ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان اغېزمنوي او په هرو ۲۰۰ انتاناتو کې یو یې د نه بدلیدونکي فلج لامل کیږي. په فلج شویو ماشومانو کې له ۵ څخه تر ۱۰ سلنې پورې د تنفسي عضلاتو د نه حرکت له کبله مړه کیږي.
ویل کیږي، چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دې، چې ګوزن یا پولیو په کې پوره له منځ وړل شوې نهده.