تازه خبرونه
په اسلامآباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه سوداګریزه غونډه جوړه شوه

د سې شنبې پر ورځ په اسلامآباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف ګډون کړی و.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې کتنه کې د ترانس-افغان اورګاډي پروژې پر راتلونکیو پړاوونو، درې اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیت، د سیمه ییزې نښلېدا پر شته ستونزو او اړوند مسایلو خبرې وشوې.
د درې اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیتي غونډې په لاسلیک شوي لنډیز کې د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمه ییزې نښلېدا پر پیاوړتیا، ترانزیتي اسانتیاوو زیاتوالي، ګډو پانګونو زیاتولو، لګښتونو کمولو، ترانسپورتي اسانتیاوو، د ګمرکي سیستمونو برښنایي کولو، بانکي سیستم پیاوړتیا او پراختیا، خوراکي توکو خوندیتوب، د ویزو صادرولو، د ترانزیتي ستونزو حل او درې اړخیز ترانزیت پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی. د سوداګرۍ، پانګونې او نښلېدا په برخه کې د دغو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.