سوداگري

په ازبکستان کې مېشت هر افغان پانګوال پانګونې ته چمتووالی لري – ملا برادر

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې افغان پانګوالو په ازبکستان کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو له پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود.

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ازبکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره په تاشکند سفارت کې ليدنه کړې ده.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې افغان پانګوالو په ازبکستان کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو له پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود.

دوی همداراز په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې، چې ملا برادر یې د حل ډاډ ورکړ.

 ملابرادر له پانګوالو سره د ليدنې پر مهال ويلي، چې د پانګونې او سوداګرۍ سیسټم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، زېربنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا تر څنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اړینه وبلله.

نوموړي زیاته کړې؛ افغان پانګوال باید په دې برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي: « تاسې زمونږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زمونږ لپاره ارزښت لري. ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه ټول افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوي. مونږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، چې د صنعتي تولید، کرنې، ټرانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ. اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په همدې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر اسانه کړې، د مالیاتو سیسټم منظم شوی، د سوداګرو او پانګوالو ټولو حقوقو ته پوره ژمن دی.»

ملابرادر له ټولو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل، چې خپل صنعت او پانګه خپل هېواد ته را انتقال او د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

ویل کیږي، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ازبکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسې پانګه، شتمني او سوداګریز فعالیتونه په افغانستان کې خوندي دي او اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري درسره کوي.

Trending

Exit mobile version