سوداگري
په ازبکستان کې د افغانستان د تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړېږي
په دې نندارتون کې د هېواد ۲۵۰ صنعتکاران او سوداګر ګډون کوي او په کې به غالۍ، لاسي صنایع، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، وچې مېوې، غیر الکولي مشروبات، بخاري دیګونه او د افغانستان نور تولیدات او محصولات د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د سېشنبې پر ورځ ( د چنګاښ دولسمه) به د افغانستان د کورنیو تولیداتو یو نندارتون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې پرانیستل شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نندارتون د اسلامي امارت د اقتصادي سیاستونو د لړ او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټ، پانګونې، د هېواد تولیداتو او محصولاتو ته په بهرنیو بازارونو کې د بازارموندنې او خصوصي سکټور ته د اړتیا وړ اسانتیاو برابرولو او د سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره ترسره کیږي.
په دې نندارتون کې د هېواد ۲۵۰ صنعتکاران او سوداګر ګډون کوي او په کې به غالۍ، لاسي صنایع، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، وچې مېوې، غیر الکولي مشروبات، بخاري دیګونه او د افغانستان نور تولیدات او محصولات د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې د دغه نندارتون په څنډه کې به د سوداګریزو اړیکو کنفرانس او دوه اړخیز خصوصي بحثونه هم ترسره شي.
اړوند خبرونه:
د روان کال په لو مړۍ ربعه کې د ۳۰۴ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات شوي
په کابل کې د سوداګرو او متشبثو میرمنو ورکشاپ او نندارتون پرانیستل شو