روغتيا

په اروپا کې له بېزوګي تڼاکې لومړنۍ مړېنه ثبت شوې

Published

on

(Last Updated On: )

هسپانیایي سرچینو د جمعې پر ورځ له بېزوګي تڼاکې څخه د لومړنۍ مړېنې راپور ورکړ، چې په اروپا کې لومړنۍ او له آفریقا بهر دوه یمه مړېنه ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ برازیل د جمعې پر ورځ د دغې ناروغۍ په روانه څپه کې د آفریقا له لویې وچې بهر د بېزوګي تڼاکې له لومړنۍ مړېنې راپور ورکړ.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ د جولای له ۲۲ نېټې څخه تر دې دمه په ټوله نړۍ کې یوازې پېنځه مړېنې راپور شوي، چې ټولې په آفریقایي سیمه کې دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تېره شنبه په ګړندۍ بڼه د خپرېدونکې دغې ناروغۍ بېړني نړیوال حالت اعلان کړ، چې دا د خپرېدا ترټولو لوړه کچه ده.

د هسپانیا روغتیا وزارت په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې د بېزوګي تڼاکې ۴۲۹۸ پېښې تائید شوي. له ۳۷۵۰ ناروغانو څخه، چې دا یې په اړه یې معلومات درلودل؛ ۱۲۰ یې په روغتون کې بستر شوي دي، چې ۳.۲ سلنه جوړوي او یو کس ترې مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت ویاند د مړ شوي کس په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version