نړۍ
په آسترالیا کې ۶ درجې زلزلې د میلبورن ښار ولړزاوه

(Last Updated On: )
د آسټرالیا اړوند سرچینو ویلي؛ د رښتر پر کچه ۶ درجې زلزلې د میلبورن ښار لړزولې، چې ځاني زیان نلري.
دا یوه خورا ځواکمنه زلزله ده، چې په آسټرالیا کې رامنځته شوې ده.
دې زلزلې د آسټرالیا په دوه یم لوی ښار میلبورن کې ودانۍ زیانمنې کړي او په ګاونډ ایالتونو کې یې ټکانونه احساس شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ د زلزلې مرکز د ویکتوریا په ښارګوټي کې دی، چې د میلبورن شمال ختیځ لوري څخه ۲۰۰ کیلومټره لرې پروت او ۱۰ کیلومټره ژوروالی لري.
د یادونې ده، چې ورپسې د رښتر په کچه ۴ درجې زلزله هم رامنځته شوې ده.