تازه خبرونه

پنټاګون په کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال د چاودنې په اړه نوره څېړنه کوي

Published

on

(Last Updated On: )

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې له خونړۍ چاودنې دوه کاله وروسته پنټاګون څرګنده کړې، چې په دې پېښه کې به له ټپي شویو سرتېرو سره مرکې وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې پنتاګون له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ناسم وتلو په اړه د جمهوري غوښتونکیو وکیلانو او امریکايي پوځیانو له نیوکو سره مخ شوي دي.

واشنګتن پوست څرګنده کړې؛ د امریکا د مرکزي قومندې څارونکي جنرال مایکل ای کوریلا د مرکو امر کړی او ویلي یې دي، چې دوی به د نويو معلوماتو له افشا کیدو وروسته د ډاډ ترلاسه کولو لپاره مناسبې هڅې وکړي.

د امریکا یو شمېر پوځيان، چې په چاودنه کې سخت ژوبل شوي  او ژر تر ژره وویستل شول؛ د هغو کسانو اکثریت جوړوي، چې د مرکې وړ دي.

د چارواکو لخوا پر چاودنه د نوې پلټنې غوښتنه د یوه ټپي شوي سرتېري له څرګندونو رامنځته شوه، چې ویلي یې ول؛ هیڅکله ورسره په دې اړه مرکه نه‌ده شوې او شونې وه، چې د برید کوونکیو مخه ونیسي.

تېر کال د واشنګتن پوست له‌خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي وه، چې دوه امریکايي پوځیانو یو سړی لیدلی و، چې د بمي بریدګر ګومان پرې کېده او د برید اجازه هم غوښتل شوې وه؛ خو قومندانانو يې اجازه ورنکړه، چې ورته نږدې ډېر ملکي وګړي دي.

د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوايي ډګر په برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۷۰ ډېر افغانان وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version