تازه خبرونه

پر کابل پوهنتون د برید طراح پر اعدام محکوم شو

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان سترې محکمې څرګنده کړې، چې پر کابل پوهنتون د برید طراح محمد عادل پر اشد مجازات یا اعدام محکوم شوی دی.

دغې محکمې په فیسبوک پاڼه کې په ډاګه کړې؛ محکمې یو شمېر نور کسان هم، چې په ترهګریزو بریدونو کې یې لاس درلود له ۱۲ کلونو څخه تر ۲۵ پورې پر بند محکوم کړي دي.    

محکمې څرګنده کړې، چې دا پرېکړه وروستۍ نده او تورن کسان د استناف غوښتنه کولی شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ټویټر پاڼه کې د دغه کار هرکلی کړی او څرګندوي، چې څو نور کسان هم پر اعدام محکوم شوي دي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې؛ پر پوهنتون د برید د طراحانو محاکمه به د عدالت د پلي کیدو زیری وي. خلک دغه خبر ته ډېر په تمه دي. دغه راز د عامه وژنو یو شمېر نور طراحان هم پر اعدام محکوم شوي دي. دا نوملړ به ډېر ژر هېوادوالو ته وړاندې شي.

تېره ورځ د کورنیوچارو وزارت ویاند طارق آرین پرته له دې، چې جزئیات وړاندې کړي ویلي وه؛ پر کابل پوهنتون د برید طراح پر اعدام محکوم شوی دی.  

پرکابل پوهنتون برید د روان کال د لړم پر ۱۲ دوه بریدکوونکیو ترسره کړی او په دې برید کې د نجونو او هلکانو په ګډون  ۲۲ ځوانان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت داعش جنګیالیو پر غاړه اخیستی دی.

Trending

Exit mobile version