تازه خبرونه
پر ډيورنډ کرښې به د اغزن تار لګولو چارې روانې وي – قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ هېواد یې د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره پر ډيورنډ کرښې د امنیتي کټارو لګول روان وساتي.
د پاکستان د پوځ لخوا پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار غزول د اسلامي امارت د پوله ساتو ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او په ځينو سیمو کې د دواړو لوریو تر منځ شخړې هم رامنځته شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د اغزن تار تاوول د پاکستان د ملي ګټو لپاره مهم دي او پاکستان به په یو اړخیزه توګه پر اغزنو کټارو د دیوال جوړول روان وساتي.
نوموړي ویلي: مونږ غلي نه یو؛ مونږ اغزن تارونه لګولي او ان شاالله دا هڅې به روانې وساتل شي. مونږ د خپل هېواد د ګټو د ساتلو هوډ لرو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړې؛ هڅه کوي، چې په دې برخه کې ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو اوارې کړي.
هغه زیاته کړې : مونږ له طالبانو( اسلامي امارت) سره خبرې کوو او باید د دې وړتیا ولرو، چې د ډیپلوماټیکو لارو ستونزه حل کړو.
د راپورونو له مخې، په دې اړه وروستۍ شخړه تېره اوونۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيورڼد کرښې پر سر رامنځته او د اسلامي امارت ځواکونو د اغزن تا یو شمېر کړۍ ورټولې او خوندي کړې.
اسلامي امارت وايي، چې د ډیورنډ پر کرښه د تاو تریخوالي د بیا را پورته کیدو مخه به ونیسي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د ډیورنډ کرښې په اړه تاوتریخوالی حل شوی او ټينګار کوي، چې له اسلام آباد سره یې اړیکې مهمې دي.
پاکستان له ۲۰۱۷ زېږدیز کال راپدیخوا د افغانستان له تېر حکومت سره د تعامل له دمخې پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار غزول پیل کړل. په داسې حال کې، چې دا هڅه تل د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو لامل شوې ده.