روغتيا
پر نري رنځ اخته افغانان بشپړې درملنې ته لاسرسی نلري – بې پولې داکتران

بې پولې داکترانو څرګنده کړې؛ په ټول افغانستان کې اقتصادي شرایطو په زرګونه ناروغان په ځانګړي توګه د نري رنځ (سل) ناروغان له پوره روغتیایي پاملرنې لرې ساتلي او بشپړي درملنې ته لاسرسی نلري.
د بې پولې داکترانو د څرګندونو له مخې؛ د نري رنځ ناروغانو د درملنې لپاره د پرمختللیو وسایلو او په اړه یې د پراخې پوهې نلرلو هم جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
د دې ناروغۍ یوه بېلګه جواهره ده، چې د روان کال په پیل کې د کندهار د نري رنځ روغتون ته د مرکزي افغانستان د دایکندي له یوه کلینیک څخه رالېږدول شوې ده.
هغې ويلي: زه به شخصي کلينيکونو ته تلم؛ خو د دې پر ځای، چې ماته د نري رنځ درمل راکړ شي، معمولاً د درد او تسکین درمل به يې راکول.
په کندهار کې د بې پولې داکترانو ۲۴ بستریز روغتون د نري رنځ یوازنی طبي مرکز دی، چې د افغانستان په سویل کې د نري رنځ پرمختللې پاملرنې چمتو کوي. ډېری ناروغان له هلمند، روزګان، نیمروز او زابل ولایتونو څخه راځي؛ خو نور یې د فراه، دایکندي، بادغیس، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه تر ۵۰۰ کیلومتره لرې تګ راتګ کوي.
د بې پولې داکترانو طبي مشاور الیو تامي ویلي: زمونږ تر چتر لاندې سیمه ډېره پراخه ده او دا یې ناشونې کړې، چې د خلکو پوره شمېر ځان ته معلوم کړو. ډېري له لرې سفر کوي او مونږ د ترانسپورت لګښتونو، د کور لګښتونو، او خوراکي توکو له ورکولو سره یې یو څه اقتصادي بوج پرغاړه اخلو. له دې ډول هڅونو پرته، ډېري ناروغان نشي کولی د درملنې لپاره راشي.
د جواهرې د درملنې لګښت مو هم پر غاړه واخیست.
هغې ویلي؛ زما کور په روزګان کې دی؛ نو کله، چې مونږ داکتر ته ولاړو، ما د موټر کرایه ۶۰۰۰ افغانۍ (۶۷ دالر) او بیا د درملو لپاره ۱۳۰۰۰(۱۴۶ دالر) ولګول.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د هېواد ۶۰ سلنه نفوس وزګار دی او هیڅ عاید نلري، د افغانستان اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو او نورو مالي اقداماتو له کبله نور هم ډېر شوي دي.
د کندهار په روغتون کې د يوه بل ناروغ پلار حمدالله ويلي: زمونږ لور بي بي نهه کلنه ده او له ماشومتوبه ناروغه ده؛ خو مونږ د هغې پر ناروغۍ نه پوهېدو او له دې مخکې مو د نري رنځ نوم نه و اورېدلى.
د بې پولې داکترانو نرس عزیزي وایي: کله، چې یو څوک د لومړي ځل لپاره راشي او پوه شي، چې دوی نری رنځ لري؛ نو مونږ ورسره خبرې کوو، چې دا څه شی دی، څنګه نورو ته لیږدول کیږي، د کورنۍ له غړیو سره څنګه احتیاط وشي او درملنه به یې څومره وخت ونیسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې ناروغي درملنه له ۹ میاشتو څخه تر ۱۲ میاشتو وخت نیسي.
عزیزي وایي: مونږ د یو سیستم له مخې یو شخص تر درملنې لاندې نیسو؛ زمونږ په تاسیساتو کې لومړنۍ ۳۰ ورځې د بشپړې څارنې لاندې تېروي او که دوی د اخیستل شويو درملو لوی منفي اغېزې تجربه نکړي، د کورنۍ تر پاملرنې لپاره رخصتیږي او د داکترانو تر تیلیفوني څارنې لاندې نیول کیږي او باید در ملو د نوي کولو لپاره هره میاشت روغتون ته راشي.
ښځې او ماشومان د نري رنځ تر ټولو زیان منونکي دي.
د کندهار د بې پولو داکترانو د نري رنځ په روغتون کې ۷۰ سلنه ناروغان ښځې او ماشومان دي.
لیو تامي ویلي: ښځې او ماشومان د نرینه وو په پرتله د اوږدې مودې لپاره په دوړو، خرابه هوا لرونکي خونو کې او کور کې پاتې کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که ښځه په دې ناروغۍ اخته شي، احتمال لري، چې ماشومان هم په دې ناروغۍ اخته شي. نور کلتوري عوامل هم په دې کې پوره رول لوبوي.