روغتيا
پر نري رنځ اخته افغانان بشپړې درملنې ته لاسرسی نلري – بې پولې داکتران

بې پولې داکترانو څرګنده کړې؛ په ټول افغانستان کې اقتصادي شرایطو په زرګونه ناروغان په ځانګړي توګه د نري رنځ (سل) ناروغان له پوره روغتیایي پاملرنې لرې ساتلي او بشپړي درملنې ته لاسرسی نلري.
د بې پولې داکترانو د څرګندونو له مخې؛ د نري رنځ ناروغانو د درملنې لپاره د پرمختللیو وسایلو او په اړه یې د پراخې پوهې نلرلو هم جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
د دې ناروغۍ یوه بېلګه جواهره ده، چې د روان کال په پیل کې د کندهار د نري رنځ روغتون ته د مرکزي افغانستان د دایکندي له یوه کلینیک څخه رالېږدول شوې ده.
هغې ويلي: زه به شخصي کلينيکونو ته تلم؛ خو د دې پر ځای، چې ماته د نري رنځ درمل راکړ شي، معمولاً د درد او تسکین درمل به يې راکول.
په کندهار کې د بې پولې داکترانو ۲۴ بستریز روغتون د نري رنځ یوازنی طبي مرکز دی، چې د افغانستان په سویل کې د نري رنځ پرمختللې پاملرنې چمتو کوي. ډېری ناروغان له هلمند، روزګان، نیمروز او زابل ولایتونو څخه راځي؛ خو نور یې د فراه، دایکندي، بادغیس، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه تر ۵۰۰ کیلومتره لرې تګ راتګ کوي.
د بې پولې داکترانو طبي مشاور الیو تامي ویلي: زمونږ تر چتر لاندې سیمه ډېره پراخه ده او دا یې ناشونې کړې، چې د خلکو پوره شمېر ځان ته معلوم کړو. ډېري له لرې سفر کوي او مونږ د ترانسپورت لګښتونو، د کور لګښتونو، او خوراکي توکو له ورکولو سره یې یو څه اقتصادي بوج پرغاړه اخلو. له دې ډول هڅونو پرته، ډېري ناروغان نشي کولی د درملنې لپاره راشي.
د جواهرې د درملنې لګښت مو هم پر غاړه واخیست.
هغې ویلي؛ زما کور په روزګان کې دی؛ نو کله، چې مونږ داکتر ته ولاړو، ما د موټر کرایه ۶۰۰۰ افغانۍ (۶۷ دالر) او بیا د درملو لپاره ۱۳۰۰۰(۱۴۶ دالر) ولګول.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د هېواد ۶۰ سلنه نفوس وزګار دی او هیڅ عاید نلري، د افغانستان اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو او نورو مالي اقداماتو له کبله نور هم ډېر شوي دي.
د کندهار په روغتون کې د يوه بل ناروغ پلار حمدالله ويلي: زمونږ لور بي بي نهه کلنه ده او له ماشومتوبه ناروغه ده؛ خو مونږ د هغې پر ناروغۍ نه پوهېدو او له دې مخکې مو د نري رنځ نوم نه و اورېدلى.
د بې پولې داکترانو نرس عزیزي وایي: کله، چې یو څوک د لومړي ځل لپاره راشي او پوه شي، چې دوی نری رنځ لري؛ نو مونږ ورسره خبرې کوو، چې دا څه شی دی، څنګه نورو ته لیږدول کیږي، د کورنۍ له غړیو سره څنګه احتیاط وشي او درملنه به یې څومره وخت ونیسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې ناروغي درملنه له ۹ میاشتو څخه تر ۱۲ میاشتو وخت نیسي.
عزیزي وایي: مونږ د یو سیستم له مخې یو شخص تر درملنې لاندې نیسو؛ زمونږ په تاسیساتو کې لومړنۍ ۳۰ ورځې د بشپړې څارنې لاندې تېروي او که دوی د اخیستل شويو درملو لوی منفي اغېزې تجربه نکړي، د کورنۍ تر پاملرنې لپاره رخصتیږي او د داکترانو تر تیلیفوني څارنې لاندې نیول کیږي او باید در ملو د نوي کولو لپاره هره میاشت روغتون ته راشي.
ښځې او ماشومان د نري رنځ تر ټولو زیان منونکي دي.
د کندهار د بې پولو داکترانو د نري رنځ په روغتون کې ۷۰ سلنه ناروغان ښځې او ماشومان دي.
لیو تامي ویلي: ښځې او ماشومان د نرینه وو په پرتله د اوږدې مودې لپاره په دوړو، خرابه هوا لرونکي خونو کې او کور کې پاتې کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که ښځه په دې ناروغۍ اخته شي، احتمال لري، چې ماشومان هم په دې ناروغۍ اخته شي. نور کلتوري عوامل هم په دې کې پوره رول لوبوي.
روغتيا
سعودي عربستان د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالر لګوي
دې ټولنې د دوشنبې پر ورځ (د کب شپږمه) په خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا بودجه د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د سعودي عربستان لخوا ژمنه شوې وه.

د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان وکړ، چې سعودي عربستان په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د له منځه وړلو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.
دې ټولنې د دوشنبې پر ورځ (د کب شپږمه) په خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا بودجه د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د سعودي عربستان لخوا ژمنه شوې وه.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې تېر کال په دې دوه هېوادونو کې د پولیو ۹۹ پېښې ثبت شوې دي.
دا کچه پیسې دې ویروس ته ځانګړې کیږي که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو لومړۍ قضیه درې ورځې وړاندې په بادغیس ولایت کې وموندل شوه.
پاکستان هم سږ کال د دې ناروغۍ درې پېښې تائید کړې دي.
افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دي، چې تر اوسه په بشپړه توګه د پولیو په له منځه وړلو کې بریالي شوي ندي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هېواد په ختیځ زون کې د ګوزڼ د له منځه وړلو کمبیاین پیل شوی دی.
روغتيا
د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي
دوی وايي، چې که وضعیت په راتلونکو درې کلونو کې همداسې روان وي؛ نو په افغانستان کې به له ۱۰۰۰ څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مړې شي.

ملګرو ملتونو ويلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمول به په میلیونونه افغانان او میندې د زیږون روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې کړي.
دوی وايي، چې که وضعیت په راتلونکو درې کلونو کې همداسې روان وي؛ نو په افغانستان کې به له ۱۰۰۰ څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مړې شي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکی خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له کمیدو سره به په راتلونکو درې کلونو کې د زیږون پرمهال ۱۲۰۰ میرمنې مړې شي.
دغه راز ویل شوي، چې که مرستې پرې شي؛ نو په افغانستان کې به له ۹ میلیون څخه ډېر خلک روغتیا او د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي او نږدې ۶۰۰ ګرځنده روغتیایی ډلې، کورني روغتیایي او مشورتي مرکزونه به وځنډول شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د آسیا او اوقیانوسیې سیمهییز رییس پیو سمیت ویلي: “په افغانستان کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ د امریکا د ملاتړ نشتوالی احتمال لري، چې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو میندو د مړینې لامل شي. د غیر معمولي زیږونونو خطر به زیات شي. زه هیله لرم، چې د امریکا ولسمشر د نړیوال پرمختګ د مشر په توګه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته مرستې روانې وساتي.
د سمیت د څرګندونو له مخې؛ دلته په هرو دوه ساعتونو کې یوه مور له امیندوارۍ پورې اړوند د مخنیوي وړ پیچلتیاوو له کبله مري.
نوموړی وایيک “کله، چې زمونږ پروژې تمویل نشي؛ ښځې اړ کیږي، چې یوازې او په ناپاکو شرایطو کې زیږون وکړي. ماشومان د مخنیوي وړ لاملونو له کبله مري. دا خلک رښتیا هم په نړۍ کې ترټولو زیان منونکي خلک دي.”
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سږکال په افغانستان، بنګله دېش او پاکستان کې د اړینو خدماتو د دوام لپاره له ۳۰۸ میلیون ډالرو څخه زیاتو ته اړتیا لري.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د روغتیا سکتور باید د روغتیایي خدماتو د ښه کولو او پر نورو د تکیه کمولو لپاره پر ځانبسیا شي او دا سکټور په روغتیایي بېخبنا (زیربنا ) کې د پانګونې زیاتوالي، د روغتیایي کارمندانو د روزنې او ظرفیت لوړولو، د درملو کورنی تولید، د روغتیا په سکټور کې څېړنې او نوښت ته اړتیا لري.
د هېواد د روغتیا سیسټم یوه برخه اوسمهال له بهرنیو مرستو سره تړلې ده او د عامې روغتیا وزارت تر اوسه ندي ویلي، چې که مرستې په بشپړه توګه ودرول شي؛ نو څه پلانونه لري.
روغتيا
د روغتیا نړیواله ټولنه خپله بودجه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټوي
رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې پر شپاړلسمه) د یو سند د څرګندونو له مخې راپور ورکړ؛ دا د ۷.۵ میلیارډ ډالرو بودجې یوه برخه ده، چې په پیل کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو او د بېړنیو حالتونو سره د مقابلې لپاره وړاندیز شوې وه.

د روغتیا نړیوالې ټولنې غړي هېوادونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې پرېکړې وروسته، چې له دې ټولنې وځي؛ په پام کې لري، چې خپله بودجه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه کړي.
رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې پر شپاړلسمه) د یو سند د څرګندونو له مخې راپور ورکړ؛ دا د ۷.۵ میلیارډ ډالرو بودجې یوه برخه ده، چې په پیل کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو او د بېړنیو حالتونو سره د مقابلې لپاره وړاندیز شوې وه.
په راپور کې دا هم راغلي؛ اجرائیوي بورډ د اصلي پروګرامونو لپاره د بودجې کمولو وړاندیز کړی، چې له ۵.۳ میلیارډ ډالرو څخه ۴.۹ ميلیارډ ډالرو ته راټیټه شي.
د دې ټولنې په سند کې لیکل شوي: “د تمویل د تر ټولو د لویې سرچینې له لاسه ورکولو سره بودجه نشي کولی، چې خپله عادي بڼه وساتي.”
د راپور له مخې، د دې کمښت په اړه به د مارچ له درېیمې څخه تر یوولسمې پورې د ژینیو په غونډه کې بحث وشي.
په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو استازي د ۲۰۲۶ – ۲۰۲۷ کلونو لپاره د دې ټولنې د بودجې او راتلونکي کار په اړه بحث او خبرې وکړي.
دغه راز د نړیوالې روغتیا ټولنې عمومي رییس، ټډروس اډهانوم ګبریوس د دې ټولنې د کلنۍ اجرائیوي بورډ غونډې د پرانیستلو پرمهال له وروستیو اصلاحاتو دفاع وکړه او له ټرمپ څخه یې وغوښتل، چې د امریکا د وتلو په اړه له سره غور وکړي.
هغه زیاته کړې: “مونږ د امریکا او د ټولو غړو هېوادونو له وړاندیزونو هرکلی کوو، چې څنګه مونږ وکولی شو تاسې او د نړۍ خلکو ته ښه خدمت وکړو.”
امریکا په نړۍ کې د دې ټولنې یوه ملاتړې ده، چې له دې ټولنې څخه به یې د وتلو له پرېکړې سره پرې د دې هېواد ټول مالي ملاتړ بند شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
-
تازه خبرونه4 days ago
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days ago
پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې پلان شوی و- د پاکستان ادعا
-
لوبی5 days ago
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
-
تازه خبرونه5 days ago
هندي سوداګرو د پنجشېر په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښکاره کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
چین له افغانستان سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
څار: له روسیې سره پر ۳۰ ورخني اوربند د اوکران راضي کېدا
-
تازه خبرونه1 day ago
د ټرمپ حکومت د امریکا غږ کارکوونکي جبري رخصتۍ ته اړ کړل