سیمه ییز خبرونه

پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قومندان اسرائیلو ته خبرداری ورکړ، چې که د ایران د غچ اخیستونکیو عملیاتو ځواب ورکړ شي؛ نو د تهران غبرګون به نور هم سخت وي.

د ایران د سپاه پاسداران سرلښکري  حسین سلامي د یکشنبې پر ورځ ( د وري شپږویشتمه ) ویلي: دا رژیم باید خپل پخوانی چلند ودروي او له دې برید څخه دې عبرت واخلي. که یاد رژیم کوم غبرګون وښيي؛ نو یقینا زموږ غبرګون به د دې نوې تجربې پر بنسټ، چې مونږ د دوی له وړتیاوو څخه ترلاسه کړي، ډېر سخت وي.

نوموړي وایي: له دې وروسته که دا رژیم زمونږ پر ګټو، شتمنیو، شخصیتونو او هېوادوالو هر ډول برید وکړي؛ د ایران اسلامی جمهوریت له دننه څخه به له ځوابي بریدونو سره مخ شي.

د شنبې پر شپه ناوخته په سوریه کې د ایران پر ډیپلوماټیک ماموریت د برید په ځواب کې ایران پر اسرائیلو د ډرون او توغنديو پراخ بریدونه پیل کړل.

د یکشنبې پر سهار د ایران د پوځ ستر درستیز تورن جنرال محمد باقري څرګنده کړې: دوی پر اسرائیلو خپل غچ اخیستونکي بریدونه پای ته رسولي او خبرداری یې هم ورکړ، چې که اسرائیل ځواب ورکړي؛ نو له “پراخ ” غبرګون سره به مخ شي.

باقري د یکشنبې پر سهار ویلي: زمونږعملیات پای ته رسیدلي؛ خو وسله‌وال ځواکونه چمتو دي او د اړتیا په صورت کې به عمل کوي.

Trending

Exit mobile version