Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان د حامد کرزي په مشرۍ له طالبانو سره یوې ناستې ته چمتواولی نیولی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سرچینو په ډاګه کړې، چې اسلام آباد د افغانانو تر منځ د یوې ناستې کوربتوب ته چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې د حامد کرزي په مشرۍ څو ورځې وروسته تر سره شي.

سرچینو دا هم ویلي؛ دغې ناستې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون زیاتره هغه څېرې بلل شوي، چې د مسکو په ناسته کې یې ګډون کړی و.

په پاکستان کې له طالب استازیو سره د افغان سیاسیونو ناسته د اسلام آباد په کوربتوب د ملي وحدت حکومت د مشرانو او یو شمېر سیاسیونو بېلابېل غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي: هر هېواد، چې خپلې ګټې د ګاونډ په ناامنيو کې ویني؛ پوچ او خام فکر لري، ځکه سوله په افغانستان کې کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.

افغان سیاسیونو ویلي؛ په سیمه کې را منځته شويو بدلونونو پاکستان اړ کړی، چې د افغانستان د سولې په تړاو عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مرستیال محمدناطقي وایي، چې د افغانستان سیاسي څېرې د اسلام آباد ناستې ته بلل شوي دي. مونږ هیله من یو لکه څنګه، چې پاکستان په جګړه کې لاس لري دغه راز د سولې په هڅو کې هم خپلې هڅې ونه سپموي.              

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي؛ افغان سیاسیون د امریکا له هڅو راضي ندي او امریکا ته ښيي، چې که تا شا رااړولې سیالان دې مونږ ته غېږه پرانځي.         

د افغانستان ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې د هرات د امنیتي ښوونځي په دوه یم سمپوزیم کې کورنيو او بهرنيو شنوونکيو د سیمې د امنیت د تینګښت پر څرنګوالی څېړنې کړي.

د تهران پوهنتون استاد جهانگیر کرمي وایي: امنیت، ملي بنسټ لري او لومړی باید ورته له کورني اړخه هڅې پیل شي. بیا سیمه ییز او نړیوال چاپېریال ارزښت مومي. له ملي ځواکمن دولت پرته امنیت ناشونی دی.            

د پوهنتون استاد لیاقت علي امیري وایي: هغوی، چې د سولې او جګړې قومنداني لري؛ د سولې او جګړې په ملي سیاست کې هر هېواد او ملت د خپل ملي پیدایښت تګلارې لري او ورته ژمن هم پاتې دي.         

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرغني ټاکل شوې څو ورځې وروسته پاکستان ته سفر وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې په دې سفر کې به له پاکستانيو چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې تر سره شي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کلونو کې په ځلونو پاکستان د کابل او واشنګتن لخوا له ترهګرو څخه پر ملاتړ تورن شوی او پاکستان هم تل پر همکاریو ټینګار ښاره کړی دی.

خبریال: شاهپور فرهمند

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!