Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان د ترهګرو ملاتړی او افغانستان یې لوی قربانی دی-افغان حکومت

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان حکومت د امریکا د ولسمشر د وروستي تیوت په اړه وایي؛ نړۍ پوهیدلې، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی او افغانستان د ترهګرۍ لوی قربانی هېواد دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د نوي میلادي کال پر لومړۍ ورځ پاکستان ته په تېرو کې د امریکا لخوا د ۳۳ میلیارد دالرو ورکړه یو احمقانه کار بللی، چې د ترامپ دغه دریځ په کابل کې له تاوده هرکلي سره مخ شو.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، واشنګتن د کابل د بهرني سیاست او افغان ځواکونو د قربانیو په پایله کې د اسلام آباد پر وړاندې دغه دریځ نیولی دی.

پاکستان په دې ورځو کې له یو لړ نیوکو سره مخ شوی او غواړي، چې په دي حالت کې ځان یوډول سپین وښیي او په اسلام آباد کې د امریکا سفیر دیوید هالي یې د ترمپ د څرګندونو په اړه بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل تویتر کې د ترمپ د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په ډاګه کړې، چې    

واشنګټن باید په افغانستان کې د شته ترهګرو یا یاغیانو پر وړاندې له دیپلوماسي کار واخلي او له پوځي لارې ګام پورته نکړي. امریکا؛ ځکه په غصه ده، چې په افغانستان کې یې ماته خوړلې، نو باید د مذاکرو لار خپله کړي.

پاکستان، چې دغه شکایتونه نه مني په دې معنا نه ده، چې افغان حکومت پرې باور وکړي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، پاکستان ته په تېرو کې د امریکا لخوا د ۳۳ میلیارد دالرو ورکړه په رښتیا هم بې پایلې وه.

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند ویلي، چې پاکستان د امریکا د سترتیژیک ملګري په توګه ۳۰ میلیارد دالر تر لاسه کړي؛ دولت ترې ګټه پورته کړې او د یو اتومي هېواد شوی دی؛ خو د افغانستان لپاره دا د اندېښنې وړ ده.   

دا په داسې حال کې ده، چې په دي وروستیو کې امریکا پاکستان ته د اووه سوه میلیون دالرو د مرستې ژمنه کړې؛ خو شرط یې دا دی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ګړنډۍ کړي.

خبریال: علی اصغري

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!