تازه خبرونه
پاکستان په رښتینې معنا له افغانستان سره ستونزه نهلري

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ که پاکستان تحریک طالبان مسله د زور له لارې حل کړي، د دواړو لوریو ولسونو ته به زیان ورسوي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني روزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې په پاکستان کې ستونزې د دوی له خپلو کورنیو ستونزو رامنځته شوې دي.
سراج الدین حقاني دا هم ویلي؛ اسلامي امارت غواړي د پاکستانيو طالبانو ستونزه د خبرو له لارې شي، ځکه دا ستونزه به افغانانو ته هم ډېرې ستونزې را ولاړې کړي.
نوموړی په دې اړه څرګنده کړې: پاکستان کولی شي په خپل هېواد کې دننه خپلې ستونزې اوارې کړي او اسلامي امارت ورسره په دې برخه کې همکاري هم کوي؛ خو د دوی (پاکستان) لپاره لازمه ده، چې د خپلو ستونزو حل ته پام راواړوي؛ د کابل له لوري په دې برخه کې کوم خنډ نشته.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان د تحریک طالبان او د پاکستان د حکومت تر منځ خبرې وروستۍ او نازک پړاو ته رسېدلې وې؛ خو د پاکستان په ملکي او پوځي حکومت کې د مشرتابه بدلون هر څه بدل کړل او د پاکستان نوی حکومت نوې تجربې پیل کړې.
نوموړي په دې اړه ويلي: د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پاکستان له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان خبرې اترې پیل شوې او کله، چې دغه خبرې اترې وروستي او نازک پړاو ته ورسېدې؛ د حکومت په مشرتابه کې سیاسي او پوځي بدلونونه راغلل. د پاکستان نوي خلک را روان دي او نوې تجربې کوي؛ خو د نيوکې ګوتې افغانانو ته نیول کېږي. په داسې حال کې، چې دا د پاکستان داخلي ستونزه ده. مونږ په افغانستان کې ستونزو پر پاتې کېدو راضي نه یوو او د ستونزو اواری غواړو.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل د کابل پر لور د نیوکې ګوته نیولې او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي؛ خو افغان امنیتي او سیاسي چارواکو تل ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې شتون نهلري او هغه بریدونه، چې تر سره کیږي پلان یې همغلته جوړیږي.