تازه خبرونه
پاکستان په بلوجستان کې افغان کډوالو ته پنډغالی جوړوي

د پاکستان د بلوجستان ایالت وزیر اعلی ویلي؛ په دې پنډغالي کې به هغه افغان کډوال ځای پرځای شي، چې د وضعیت د خرابېدو په صورت کې دې هېواد ته راکډه کیږي.
د افغانستان په یو شمېر برخو کې وروستیو جګړو د خلکو ژوند تریخ کړی او ډېري اړوند اوسیدونکي يې د کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي.
که څه هم مخکې د پاکستان لومړي وزیر ویلي وه، چې هېواد يې داځل د افغان کډوالو د تازه څپې مخه نیسي؛ خو اوس د بلوجستان ایالت وزیر اعلی وایي، چې په دې ایالت کې يې د افغان کډوالو د احتمالي ورتګ لپاره چمتووالی نیولی دی.
د بلوجستان ایالت وزیر اعلی میرزالله لنګوف ویلي؛ تراوسه د افغان کډوالو راتګ ندی پيل شوی؛ خو هرڅه په هر وخت کې شوني دي. ممکن ډېر شمېر افغان کډوال راکډه شي له همدې کبله مو چمتووالی ورته نیولی دی.
د ډنمارک د پناه غوښتونکیو شورا وړاندوینه هم ښيي، چې په روان میلادي کال کې به نږدې نیم میلیون افغانان بې ځایه شي.
د ډنمارک د پناه غوښتونکیو شورا شنونکی الکساندر کجایرم ویلي: هغه شننه، چې مونږ د افغانستان په اړه ترسره کړې ښيي؛ په افغانستان کې نښتې او قحطي ډېره شوې ده او زمونږ د شننې پر بنسټ، مونږ دې پایلې ته رسېدلي یو، چې د افغانستان نیم وګړي به په ۲۰۲۱ کال کې بې ځایه شي.
د روغتیا نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاتوي، چې طالبانو له دوی څخه په خپلو سیمو کې د هڅو پيلولو غوښتنه کړې ده.
دغه ټولنه د ملکي تلفاتو زیاتوالی ۲۹ سلنه ښيي او وایي، چې د بې ځایه شویو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو مدیر ریک برینان ویلي: طالبانو په نامستقیم او نارسمي بڼه په خپلو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د پيل غوښتنه کړې ده. له همدې کبله هیله من یو، چې ثبات رامنځته او د تمایل په صورت کې وکړی شو اړینې روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کړو.
ملګرو ملتونو ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د جګړو د زیاتوالي له کبله نږدې ۲۰۰ زره تنه په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان جګړې، ایران او پاکستان د افغان کډوالو له تازه څپې سره مخ کړی او په دې موده کې پر پاکستانیو طالبانو، د افغان طالبانو برلاسي کولی شي دې هېواد ته ستونزې وزېږوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ويلي، چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغانستان د سولې بهیر او سیمه ییز ثبات په ګډون پر مهمو مسلو خبرې کړې دي.