تازه خبرونه

پاکستان په افغانستان کې سېلاب ځپلیو ته مرستې رسوي

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د روانې اوونۍ له خونړیو سیلابونو وروسته افغانستان ته د بیړنیو مرستو لومړۍ جوپه رااستولې ده.

شهباز شریف د شنبې پر سهار ټویټ کړی، چې د سېلاب ځپلیو لپاره د مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته رسېدلې او ډېر ژر به نورې مرستې هم ورورسیږي.

پاکستان به د افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ وي. نړیواله ټولنه باید د اړتیا په دې وخت کې افغانان هیر نکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت څرګنده کړې؛ د مرستو لومړۍ جوپه د پاکستان د هوايي ځواک په یوې ځانګړې الوتکه کې د سېلاب ځپلیو افغانانو لپاره ولېږدول شوه.

د شهباز شریف له حکم سره سم به د دوشنبې پر ورځ د مرستندویه توکو یوه بله ټولګه هم افغانستان ته ولېږدول شي.

د شهباز شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې نن مزارشریف ښارته د خیمو، اوړو، وریجو او بورې په ګډون د مرستو لومړۍ ټولګه په C-130 الوتکه کې د افغانستان مزارشریف ته واستوله، چې دوه یمه ټولګه به هم ډېر ژر ورواستول شي.

د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان په یوه لویه برخه کې بارانونو او سیلابونو ۲۲ کسان مړه ، سلګونه کورونه یې ویجاړ او ډېر فصلونه زیانمن کړل.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر حسیب الله شېخاني ویلي، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سېلابونو او طوفانونو له کله ۲۲ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

هغه دا هم ويلي، چې تر اوسه شاوخوا ٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي، دوه زره کورونه زيانمن دي، ٣٠٠ څاروي مردار شوي او څه باندې د درې زره جريبه ځمکې حاصلات زيانمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version