Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان پر طالبانو د بندیز لګولو هڅې پیل کړي

خپور شوی

د

پاکستان د جمعې پر ورځ د خړ نوملړ د ځانګړیو مالي مرستو FATF د بندیز ماتولو لپاره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون پر "ترهګرو" او "ترورستانو پورې اړوند ډلو" بندیزونه ولګول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو او سولې رامنځته کولو لپاره په دوحه کې له امریکایي پلاوي له مشر زلمي خلیلزاد سره د سولې تاریخي تړون لاسلیک کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ حکومت د ترهګرو اړوند بانکي حسابونه او جایدادونه هم ضبط کړي دي او په دې تحریم او بندیز کې پرې نړیوال سفرونه هم بند شوي دي.

د دان نیوز د څرګندونو له مخې؛ پاکستان پر هغو ۸۸ کسانو بندیزونه لګولي، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې هم په تور نوملړ کې نومونه راغلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره سم پرې بندیزونه لګوي او هیله من یو، چې نور هېوادونه هم دغه کار وکړي.

دغه لارښود په "قانون خبرتیا" نومې ټولګه کې شته، چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په روانه اوونۍ کې خپلې اوبپاڼې ته پورته شوی؛ خو د جمعې تر ورځې پورې یې د خلکو پام ځانته نه و رااړولی.

په دې خبرتیا کې راغلي؛ فدرالي حکومت خوښ دی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۲۵۵ "۲۰۱۵" پرېکړې د پلي کولو امر کوي... په ځانګړي توګه د پورته ذکر شويو اشخاصو او ادارو شتمنۍ باید ضبط،  پر تګ راتګ او آسانتیاوو یې بندیز ولګول شي.

دا اعلامیه د FATF له مهمې غونډې مخکې؛ ځکه خپره شوې، چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ په تمویل کې د پاکستان پرمختګ وارزول شي.

پاکستان له ډېر وخت راپدیخوا د طالب مشرانو په مرسته او ملاتړ تورن دی؛ خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون راپدیخوا د FATF په خړ نوملړ کې راغلی او ۷ میاشتې مخکې هم وروستی ګواښ ورته شوی دی.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!