تازه خبرونه

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه ۱۰ ورځې نوره هم وغځوله

ټاکل شوې وه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپریل پر لومړۍ نېټه پیل شي؛ خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي.

Published

on

(Last Updated On: )

ټاکل شوې وه، چې پاکستان د سېشنبې پر ورځ له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړي؛ خو د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې حکومت د اختر د رخصتیو له کبله دا بهیر د اپریل تر لسمې پورې وغځاوه.

ټاکل شوې وه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپریل پر لومړۍ نېټه پیل شي؛ خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي.

میرویس نومي افغان کډوال، چې په پاکستان کې ژوند کوي؛ ويلي، پولیسو د افغانانو د نیولو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان لخوا ټاکل شوی وروستۍ ضرب الاجل ډېرغبرګونونه راپارولي او ان د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د مرکزي حکومت دا عمل له نړیوالو قوانینو او انساني ارزښتونو خلاف ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې دوی به تر واک لاندې خپلو سیمو کې د اسلام‌آباد  د دې حکم مخالفت وکړي.

د بشري حقونو ډلو هم د پاکستان دا اقدام غندلی او له اسلام‌آباده یې غوښتي، چې د افغانانو جبري ایستل ودروي.

د پاکستان د دې پلان له مخې؛ هغه افغان کډوال، چې د ای سي سي کارتونه لري په لومړي پړاو کې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي او بیا به تدریجي له نورو غیر قانوني کډوالو سره یوځای افغانستان ته راستانه شي. په دوه‌یم پړاو کې هغه افغان کډوال، چې د POR کارتونه لري له اسلام‌آ‌باد او راولپنډۍ څخه وایستل شي.

د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د افغان کډوالو د جبري شړلو د بهیر له پیل راپدېخوا له ۸ سوه او ۵۰ زره  څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته جبري استول شوي.

پاکستانيو چارواکو خبرداری ورکړی، چې دوی به تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا درې میلیون افغانان، چې دلته ژوند کوي؛ وباسي.

اسلامي امارت تل د افغان کډوالو له کوربه حکومتونو په ځانګړي توګه پاکستان او ایران څخه غوښتنه کړې؛ د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي او افغانانو ته اجازه ورکړي، چې تدریجي له عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ پاکستانيو چارواکي ویلي وه، چې د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه به ونه غځول شي.

Trending

Exit mobile version