تازه خبرونه
پاکستان د افغان سوداګرو ۹۰۰۰ کانتینر مالونه درولي
پاکستان په خپلو بندرونو کې د افغان سوداګرو د ۴۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت د ۹۰۰۰ کانتینر مالونو د رالیږدولو مخه نیولې ده.
بلومبرګ خبري سر چینې د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې ده، چې دغه کانتینرونه د پاکستان په بندرونو کې له تېرو پېنځه میاشتو راپدیخوا بند پاتې دي.
د یاد راپور له مخې؛ دغه بند پاتې کانتینرونه دوه دلیلونه لري؛ لومړی، د ګمرک چارواکي ټول مالونه ګوري. پداسې حال کې، چې له کرونا مخکې یوازې پېنځه سلنه توکي کتل کیدل. دوه یم، ټولو بارذي لاریو ته جي پي اس نښلول شوی ندی، چې په د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې پرې د موترو د غلاکولو مخه ونیول شي؛ خو هغه شرکت، چې د جي پي اس د لګولو مسوولیت لري، دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ سوداګریز استازې غلام نایاب بلومبرګ ته ویلي؛ د ترانزیت لېږدونکي توکي، چې په جون په میاشت کې رارسیدلي اوس هم د کراچۍ په بندر کې پراته دي.
د پاکستان د سویلي آسیا ترمینل عمومي مدیر راشد جمیل ویلي، چې یوازې په دې ترمینل کې ۱۶۰۰ کانتینرونه پراته دي.
د بلومبرګ د څرګندونو له مخې، افغانستان ته د پاکستان دا اضافي سوداګري ویجاړوونکې ده؛ ځکه، چې په تېرو درې کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم راټیټه شوې ده.
افغانستان ته د پاکستان صادرات په تېرو درې کلونو کې له ۴۰ سلنې ډېره ده؛ ۸۸۹ میلیون دالرو ته راوليدلې ده.
د بلومبرګ د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه سوداګري په تېر مالي کال کې ۱.۰۱ میلیارد دالر وه، چې په ۲۰۱۸ کې له ۱.۶۴ میلیارد دالرو څخه ۳۸ سلنې ته راټیټه شې ده.
افغانستان هڅه کړې، چې د کانتینرونو ګړندی لیړد راپیل کړي. دغه راز نایاب د پاکستان له ګمرکه په یوه لیک کې غوښتنه کړې؛ د دریدنې ورځنی فیس، چې له ۱۲۰ دالرو څخه تر ۲۰۰ پورې رسیږي؛ لغوه کوي.
نایاب دا هم ویلي، چې سوداګر په بندر کې د بارولو او د ځنډیدو د کرایې له کبله میلیونونه دالر له لاسه ورکوي.