تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې اړینې هڅې کړي – عارف علوي

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي؛ پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې اړینې هڅې ترسره کړي او اسلام آباد ډاډ شوی، چې کابل یوازی ندی.

عارف علوي له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د اقتصادي همکاریو ټولنې یا اکو د وروستۍ سرمشریزې غړیو ته یې ویلي، چې پاکستان افغانستان له انزوا ژغورلی دی.

هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د ډسمبر د میاشتې د اسلامي هېوادونو همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې پاکستان د جنګ ځپلي افغانستان  رښتینی انځور وړاندې کړ.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې نړۍ د لومړي وزیر عمران خان نوښتونه پر رسمیت پېژندلي دي.

Trending

Exit mobile version