سوداگري

پاکستان د افغانستان پر سبو او میوو تعرفه لوړه کړې

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې هڅه  کوي؛ له پاکستاني لوري سره د افغان صادارتو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړي او دواړه لوري وکولی شي خپلې اقتصادي اړیکي منظمې ترسره کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د هېواد د تازه میوې صادروونکي وايي، د رواني اوونۍ  له پیل راپدیخوا پاکستان د افغانستان پر سبو او میوو تعرفه لوړه کړې ده.

د هېواد د تازه میوو او سبو صادروونکيو ويلي، چې پاکستان د افغانستان د تازه میوو او سبو پر سر ګمرکي تعرفه بې‌سارې لوړه کړې ده.

دوی  د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په ګډون له ټولو سکټوري بنسټونو څخه له پاکستاني لوري سره د دې ستونزه د حل غوښتنه کړې؛ ځکه، چې په راتلوونکي کې افغان سوداګر او بزګر له مالي زیان څخه وژغورل شي.

دوی وايي، چې له همدې کبله د افغان سوداګرو لسګونه پر میوو او سبو بار موټرونه تم شوي دي، چې میوه او سابه یې د خرابېدو په حال کې دي.

د خصوصي سکټور غړي له سکټوري وزارتونو څخه غواړي، چې له پاکستاني لوري سره د دې ستونزې د اواري لپاره راودانګي.

د تازه میوو د صادروونکیو د ټولنې رییس عبدالغفور ناصري ویلي؛ زمونږ هیله د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه داده، چې له پاکستاني لوري سره اوسنۍ ستونزه بنسټیزه حل شي؛ ځکه، چې پاکستانی لوری ستونزه ډېرول غواړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: پاکستان تل زمونږ د صادارتو په فصل کې دا ستونزه جوړوي. هیله ده، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دې ستونزو د حل لپاره بېړنيګاکونه پورته کړي.

د کرني اومالدارۍ خونې غړي امید حیدري ویلي: زمونږ په لسګونه موټر، چې پاکستان ته يي تازه میوه او ترکاري وړله په لارو کې ولاړ دي؛ ځکه په تعروفه کې څو برا بره زیاتوالي رامنځته شوی دي. هیله لرو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت دا ستونزه اواره کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې هڅه  کوي؛ له پاکستاني لوري سره د افغان صادارتو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړي او دواړه لوري وکولی شي خپلې اقتصادي اړیکي منظمې ترسره کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني ویلي: مونږ هیله لرو، چې له کستاني لوري سره خپلي سوداګریزې او اقتصادي اړیکي منظمې ترسره کړو؛ ځکه په هېواد کې مو تولید شوي کرنیز محصولات باید نورو مارکیټونو ته ورسیږي. که نشي؛ نو بیا اړیوو، چې خپلو تولیداتو او محصولاتو ته بدیل مارکیټو نه برابر کړو.

د خصوصي سکټور غړيو  ويلي؛ د روان کال له پیل راپدیخوا له پاکستان څخه تر ۸۰۰ میلیون ډالرو را کړه ورکړه شوې، چې ډېری یې واردات دي.

ویل کیږي؛ که د پاکستان له لوري ستونزي همداسې روانې وي، نو ښايي له دې هېواد سره سوداګري صفر شي او اقتصادي اړیکي پر ټپه ودریږي.

Trending

Exit mobile version