تازه خبرونه

پاکستان دې عامو خلکو ته له زیان ‌رسولو ډډه وکړي-امیرخان متقي

امیر خان متقي د سفیرانو او ډیپلوماتانو لپاره د روژه ماتي په مېلمستیا کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د تورخم دروازه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له خبرو اترو او تفاهم وروسته پرانستل شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي ویلي، چې پاکستان باید داسې کومه هڅه ونکړي، چې په کې عام خلک زیان وویني.

 

هغه زیاته کړې، چې افغانستان له خپلو نورو ګاونډ هېوادونو سره کومه ستونزه نلري او که کومه ستونزه رامنځته هم شي؛ نو د تفاهم او خبرو له لارې حل کیږي.

هغه ويلي؛ “مونږ هيله لرو، چې له ګاونډ هېواد پاکستان سره به هم ستونزې پر ورته ډول حل شي او ستونزې به پای ته ورسېږي.”

د دې اړینې لارې تړل کېدا حلکو او سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

متقي دا هم ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدا باید تدریجي او باعزته ترسره شي.

دا له هغې وروسته ویل کیږي، چې د بشري حقونو د څار ادارې (HRW) د چارشنبې پر ورځ له پاکستان وغوښتل، چې سمدلاسه د افغان کډوالو جبري ستنېدا ودروي.

د بشري حقونو د څار ادارې په خپل وروستي راپور کې پر پاکستان نیوکه وکړه، چې پر افغان کډوالو یې فشار زیات کړی او “د ناوړه ګټه اخیستنې سخت تاکتیکونه” یې کارولي، چې له هېواده ووځي.

د ۲۰۲۵ ز.کال د جنورۍ پر یودېرشمه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ؛ هغه افغانان، چې د استوګنې رسمي اسناد نلري، د افغان تابعیت کارت لرونکي باید د اسلام‌آباد او راولپنډۍ ښارونه پریږدي که نه له شړلو سره به مخ شي. هغه افغانان، چې د ثبت ثبوت (PoR) کارتونه لري باید د جون تر دېرشمې پورې ووځي.

د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې د شړلو او ایستلو یوه پخوانۍ څپې له ۸۰۰ زره څخه ډېر افغانان، چې ډېری یې په پاکستان کې زېږیدلي یا هلته یې له لسیزو راپدېخوا  ژوند کاوه؛ افغانستان ته جبري راواستول.

د ۲۰۲۴ کال له نومبر راپدېخوا د پاکستان چارواکو د افغانانو د شړلو لپاره فشار بیا تازه کړ او له ۷۰ سلنې څخه د ډېرو راستنېدونکو ښځو او ماشومانو په ګډون د ثانوي ښوونځيو عمر لرونکې نجونې او هغه میرمنې دي، چې نور به زدکړو ته لاسرسی ونلري.

د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي، چې پاکستانيو پولیسو پر کورونو چاپې وهلي؛ خلک یې وهلي، په خپلسر یې بندیان کړي او د کډوالو اسناد یې ترې ضبط کړي دي.

دوی له افغانانو څخه په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د رشوت غوښتنه هم کړې ده.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی؛ ډېری هغه افغانان، چې افغانستان ته راستانه شوي دي د پاکستاني چارواکو لخوا د نیولو وېره یې د راوتلو د دلیل په توګه یاده کړې ده.

راستنېدونکي کډوال عموماً په پاکستان کې ملکیتونه او شتمني پریږدي. په داسې حال کې، چې دلته  د ژوند لږ فرصتونه او یا لږ ځمکه لري.

د یادونې ده، چې د تورخم دروازه له ۲۶ ورځو وروسته تېره ورځ د ناروغانو او سوداګرۍ لپاره پرانستل شوه او د جمعې پر ورځ به عامو مسافرو ته هم پرانستل شي.

Trending

Exit mobile version