تازه خبرونه
پاکستان دې عامو خلکو ته له زیان رسولو ډډه وکړي-امیرخان متقي
امیر خان متقي د سفیرانو او ډیپلوماتانو لپاره د روژه ماتي په مېلمستیا کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د تورخم دروازه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له خبرو اترو او تفاهم وروسته پرانستل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي ویلي، چې پاکستان باید داسې کومه هڅه ونکړي، چې په کې عام خلک زیان وویني.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان له خپلو نورو ګاونډ هېوادونو سره کومه ستونزه نلري او که کومه ستونزه رامنځته هم شي؛ نو د تفاهم او خبرو له لارې حل کیږي.
هغه ويلي؛ “مونږ هيله لرو، چې له ګاونډ هېواد پاکستان سره به هم ستونزې پر ورته ډول حل شي او ستونزې به پای ته ورسېږي.”
د دې اړینې لارې تړل کېدا حلکو او سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
متقي دا هم ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدا باید تدریجي او باعزته ترسره شي.
دا له هغې وروسته ویل کیږي، چې د بشري حقونو د څار ادارې (HRW) د چارشنبې پر ورځ له پاکستان وغوښتل، چې سمدلاسه د افغان کډوالو جبري ستنېدا ودروي.
د بشري حقونو د څار ادارې په خپل وروستي راپور کې پر پاکستان نیوکه وکړه، چې پر افغان کډوالو یې فشار زیات کړی او “د ناوړه ګټه اخیستنې سخت تاکتیکونه” یې کارولي، چې له هېواده ووځي.
د ۲۰۲۵ ز.کال د جنورۍ پر یودېرشمه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ؛ هغه افغانان، چې د استوګنې رسمي اسناد نلري، د افغان تابعیت کارت لرونکي باید د اسلامآباد او راولپنډۍ ښارونه پریږدي که نه له شړلو سره به مخ شي. هغه افغانان، چې د ثبت ثبوت (PoR) کارتونه لري باید د جون تر دېرشمې پورې ووځي.
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې د شړلو او ایستلو یوه پخوانۍ څپې له ۸۰۰ زره څخه ډېر افغانان، چې ډېری یې په پاکستان کې زېږیدلي یا هلته یې له لسیزو راپدېخوا ژوند کاوه؛ افغانستان ته جبري راواستول.
د ۲۰۲۴ کال له نومبر راپدېخوا د پاکستان چارواکو د افغانانو د شړلو لپاره فشار بیا تازه کړ او له ۷۰ سلنې څخه د ډېرو راستنېدونکو ښځو او ماشومانو په ګډون د ثانوي ښوونځيو عمر لرونکې نجونې او هغه میرمنې دي، چې نور به زدکړو ته لاسرسی ونلري.
د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي، چې پاکستانيو پولیسو پر کورونو چاپې وهلي؛ خلک یې وهلي، په خپلسر یې بندیان کړي او د کډوالو اسناد یې ترې ضبط کړي دي.
دوی له افغانانو څخه په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د رشوت غوښتنه هم کړې ده.
ملګرو ملتونو راپور ورکړی؛ ډېری هغه افغانان، چې افغانستان ته راستانه شوي دي د پاکستاني چارواکو لخوا د نیولو وېره یې د راوتلو د دلیل په توګه یاده کړې ده.
راستنېدونکي کډوال عموماً په پاکستان کې ملکیتونه او شتمني پریږدي. په داسې حال کې، چې دلته د ژوند لږ فرصتونه او یا لږ ځمکه لري.
د یادونې ده، چې د تورخم دروازه له ۲۶ ورځو وروسته تېره ورځ د ناروغانو او سوداګرۍ لپاره پرانستل شوه او د جمعې پر ورځ به عامو مسافرو ته هم پرانستل شي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
