سوداگري
پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

د امریکا غږ د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان صادرات افغانستان ته لږ شوي؛ خو په روان مالي کال کې یې وارداتو چټکه وده کړې، چې په لومړي ځل سوداګریز بیلانس د افغانستان پر ګټه راڅرخېدلی دی.
د پاکستان لخوا له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالی له هغې وروسته چټک شو، چې د روان کال په پیل کې یې افغانستان ته پر بشري او اقتصادي بحران د غلبې لپاره یو لړ سوداګریز امتیازات ومنل.
امریکا غږ د پاکستان د سوداګریزې خونې د یوه ویاند د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د روان مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات له ۹۰۰ میلیون ډالرو څخه شاوخوا ۷۰۰ میلیون ته راکښته شوي دي.
د یاد راپور له مخې، دغه بدلون په وروستیو میاشتو کې پاکستان ته د ډبرو سکرو او د لوړ کیفیت لرونکیو مالوچو له پېرلو رامنځته شوی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې ویاند دا هم ویلي، چې د تېر کال په پرتله له افغانستان څخه واردات له ۵۵۰ میلیون ډالرو څخه ۷۰۰ میلیون هغو ته لوړ شوي دي.
امریکا غږ دا هم په ډاګه کړې، چې د پاکستان د صادراتو کمښت د افغانستان اسلامي امارت د لنډمهاله حکومت پر ضد د امریکا د بندیزونو، د بانکي چینلونو د نشتوالي او په افغانستان کې د ډالرو نشتون او همدارنګه ځینو پاکستانيو توکو ته د تقاضا کمیدل نومول شوي دي.