تازه خبرونه

پاکستان او قطر د افغانستان لپاره پر ګډ کار هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د چارشنبې پر ورځ هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د بشري او اقتصادي بحرانونو د حل لپاره ګډه کار کوي.

د نواز شریف دفتر په یوه بیان کې څرګنده کړې؛ دواړو مشرانو د قطر په دوحه کې پر دوه اړخیزو اړیکو د بیا کتنې ترڅنګ د ګډو ګټو پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم د نظر تبادله وکړه.

د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: دواړو مشرانو هوکړه وکړه، چې د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي بحرانونو د له منځه وړلو لپاره باید په ګډه کار وشي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اوسنی وضعیت د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا په ډاګه کوي.

Trending

Exit mobile version