تازه خبرونه
پاکستان او تاجکستان له امنیتي ګواښونو سره مخ دي – خواجه اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې، چې د افغانستان له لوري پاکستان او تاجکستان له امنیتي ننګونو او ګواښونو سره مخ دي.
خواجه اصف دغه څرګندونې د پاکستان په لاهور پینډۍ کې د تاجکستان له دفاع وزیر شېرعلي میرزا سره په لیدنه کې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو په اړه دوه اړخیزې خبرې وکړې.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې پاکستان د ټولو مسلو پر سولهییز حل باور لري او په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د تاجکستان له هڅو ستاینه کوي.
هغه دا ټینګار هم وکړ، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز به د پاکستان ګوادر له کاشغر او مرغاب پورې د نښلولو نوي او ځانګړي فرصتونه برابر کړي.
خواجه اصف ویلي، پاکستان به د تاجکستان له وسلهوالو ځواکونو سره د استخباراتي وړتیاوو لوړولو او تخنیکي مهارتونو په برخه کې مرستې روانې وساتي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې بې ځایه او بې بنسټه دي؛ ځکه اسلامي امارت هیچا ته اجازه نهورکوي، چې ګاونډ هېوادونه، سیمه او نړۍ له ګواښونو سره مخ کړي.