تازه خبرونه
پاکستان او بريتانيا د اوکراين او افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د پاکستان او بریتانیا صدراعظمانو په ټیلیفوني خبرو کې د جنوبي آسیا پر وروستیو پرمختګونو، د اوکراین د کړکېچ او د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر اوړمه شپه په ډاګه کړې، چې شهباز شریف له خپل بریتانیاوي سیال بوریس جانسون سره د سیمې، اوکراین او افغانستان په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت او په ګاونډ هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هڅو د ګړندۍ کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې، د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره د نړیوالې ټولنې رغنده دیپلوماتیک او سیاسي ونډه اړینه ده.
شهباز شریف دغه راز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون پر اهمیت هم ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د مخ پر ځوړ اقتصاد د ثبات لپاره ګډ کار وکړي.
جانسون له پاکستان څخه مننه کړې، چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته یې بریتانیا ته د افغانانو په لېږدولو کې مرسته کړې ده.
دواړو لومړي وزیرانو د دوامداره همکارۍ هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو باثباته افغانستان د ملاتړ لپاره به په ګډه کار کوي.
هغه دغه راز ښوونځیو ته د نجونو د تګ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
د پاکستان او بريتانيا استازیو د اوکراين په جګړه کې وروستي پرمختګونه هم ارزولي دي.
شهباز شریف په برصغیر کې د ثبات او د کشمیر د شخړې د سوله ییز حل لپاره د پاکستان د دریځ له څرګندولو سره په جنوبي آسیا کې د ستراتیژیک توازن ساتلو پر ضرورت هم ټینګار وکړ.